د کندهار ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې هره ورځ د چرګانو ۳۵۰ زره هګۍ توليدیږي او کندهار د هګیو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی.

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنيف حقمل وویل، د کورني توليد د زياتوالي له امله د تېر په پرتله کندهار ته له ایران او پاکستان څخه د هګيو واردات د کمېدو په حال کې دي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل: «دغه ولایت کې موږ د هګيو څلور لوی فارمونه لرو چې د ورځې ورڅخه ۳۵۰ زره هګۍ ترلاسه کوو. دا ډېر د خوښی ځای دی چې په دې سره کندهار د هګيو توليد له اړخه ځان بسياینې ته نژدې شوی دی.»

ده وویل، کندهار کې د توليد شویو هګيو کیفیت د بهرنیو په پرتله لوړ دی.

ورته وخت کې کندهار کې د چرګانو یوشمېر فارم‌لرونکي له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه د هګیو پر وارداتو د بندیز غوښتنه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دوی له مسوولانو وغوښتل چې د وارداتو پر ځای دې له کورنیو فارمونو ملاتړ وکړي، ترڅو توليد لاپياوړی شي.

کندهار کې د چرګانو د روزنې یوه فارم مسوول محمد سعيد وویل: «په ټوليزه توګه افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو هغه هګۍ راوړل کیږي چې په سړو خونو کې د زيات وخت لپاره ساتل شوي. دا کار زموږ بازار او توليد ته زيان رسولی، باید مخه یې ونیول شي.»

کندهار کې د چرګانو د هګیو تولیدي فارم دوو کارکوونکو لعل الرحمن او بخت حسين هم وویل:

«د بهرنیو هګيو واردات په خاص ډول له پاکستان او ايران نه باید ودرول شي او پر ځای يې کورني فارمونه حمايه شي، تر څو توليد لا پياوړی شي.»

«له دغه فارم نه موږ هره ورځ ۲۷ زره هګۍ ترلاسه کوو، ټول ۳۰ زره چرکې دي، ۹۰ سلنه یې هګۍ ورکوي او هره چرګه له ورځي تر يوې زياته هګۍ نشي ورکولای.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام