د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو مرکز څخه په اوو څانګو کې ۳۵۰ کسانو د فرغت سندونه ترلاسه کړل.

دغو کسانو ته د خیاطۍ، نلدوانۍ، د برښنایی وسایلو د ترمیم، ودانیز چارو، کمپیوټر، فلزکارۍ او نورو برخو کې شپږ میاشتني او نهه میاشتني ښوونیز دوره کې روزنه ورکړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال محمدزاهد احمدزى وايي چې یاد وزارت ځوانانو ته د کار پيدا کولو په موخه د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه پيل کړي دي.

نوموړي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت تمرکز دا دی چې وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او لکه تاسو چې سند ترلاسه کړ، ټول افغانستان کې کارپیدا کړئ او په دې سند سره بهر کې هم تاسو ته د کار زمینه برابرېږي.»

بل‌خوا یوشمېر هغه کسان چې له دغه ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي، له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې دوی سره د کار پیداکولو برخه کې هم همکاري وکړي.

عبدالرازق چې د کمپیوټر په څانګه کې روزنه ترلاسه کړې، وايي: «له حکومت مې غوښتنه دا ده چې خلکو ته د کارکولو زمینه برابره کړي، په ځانګړې توګه په دې سختو شرایطو کې چې ځوانان ورته اړتیا لري.»

جمشید چې د نل‌دوانۍ برخه کې له دې ښوونیز فارغ شوی، وايي: «د دې دورې په بشپړېدو سره چې د کمپیوټر اوو برخو کې مو زده‌کړي کړي، لکه د کمپیوټر افېس پکېچ او ګرافیک ډیزایننګ، کولای شو چې دفترونو، روغتونونو او نورو برخو کې کار وکړو، غوښتنه مو دا ده چې د دې دورې په بشپړېدو سره د کار زمینه راته برابره شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان کال د نهو میاشتو پرمهال هېواد کې ۳۴زره کسان د دغه وزارت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام