کابل کې نن دوشنبه، مرغومې ۱۵مه، ۳۵۰ کسان د حرفوي او مسلکي زده‌کړو روزنیز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د فني او حرفوي زده‌کړو د دې روزنیز مرکز مرستیال محمد صادق نبی‌زاده وايي چې دغه روزنې په ۱۱ برخو کې وې چې په‌کې خیاطي، موټرجوړول، د موټر وایرینګ، نل‌دواني، د اور وژنې سیسټم، د ایرکنډیشن ترمیم، لین‌کشۍ، کمپیوټر مهارتونه، ویب ډیزاین او موبایل ترمیم شامل دي.

هغه وویل: «تاسو د فراغت یو سند نه ترلاسه کوئ او د باور وړ اسناد هم اخلئ او تاسو کولای شئ په دې زده‌کړو سره نورو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړئ.»

په همدې حال کې، د مسلکي زده کړو یو شمېر فارغان له اسلامي امارت  څخه غواړي چې هیواد کې دننه ورته د کار زمینه هم برابره کړي.

له مسلکې زده کړو فارغ رحمت‌الله وايي: «موږ د نلدوانۍ له رشتې فارغ شوي یو او شپږ میاشتې مو زده‌کړه کړې ده. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اسناد په رسمي ډول په رسمیت وپېژني.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمدطیب وايي: «موږ په شپږو میاشتو کې د کمپیوټر مهارتونه زده‌کړل او زموږ غوښتنه له د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه دا ده چې هغه کسان چې مهارتونه لري، په دولتي ادارو کې استخدام کړي.»

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي چې په هیواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره يې پیل کړي پروګرامونه جریان لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین محمد زاهد احمدزی، وايي چې د ایرانی چارواکو سره په خپله وروستۍ لیدنه کې د مسلکې زده کړو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

هغه وویل: «زه تاسو ته مبارکي وایم. موږ د ایران له یوې هیئت سره ملاقات وکړ او د فني او مسلکي زده‌کړو د پراختیا او د مسلکي زده‌کړو د پرمختګ په اړه مو خبرې وکړې. موږ به په هېواد کې د فني او مسلکي زده‌کړو د پرمختګ لپاره یوه ښه طرحه ترتیب کړو.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پراساس، اوس مهال په افغانستان کې له ۱۸۰ څخه زیات د فني او حرفوي زده‌کړو روزنیز ورکشاپونه فعال دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام