د هلمند امنیتي چارواکو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۳۴ میله نیول شوې وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارلې.
د نیول شویو وسلو له ډلې ۲۰ میله توپانچې، ۱۰ میله کلاشینکوپ، ۴ میله کمرشکن، ۱۸۰ فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او یوشمېر نور پوځي تجهیزات شامل دي چې په بېلابېلو جرمونو کې ترې استفاده کېدله.
د هلمند د امنیه قومنداني ویاند ملاعزتالله حقاني سلاموطندار ته وویل چې د ۱۴۰۳کال په وروستیو میاشتو کې د مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د یادو وسلو د کارونې او نورو جرمونو په تور شاوخوا ۵۰ کسان هم نیول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نیول شویو کسانو دوسیې ترتیب شوي او د شرعي محاکمو له لارې به ورته سزا ورکړل شي.
د هلمند امنیه قومانداني د یاد ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د شکمنو کړنو په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي او د پولیسو ۱۱۹ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.


