د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې ۳۳بېلابېلې پروژې د شاوخوا ۳۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شوې.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، یادې پروژې د کرنې او مالدارۍ وزارت او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان(FAO) له لوري د تېرو لسو میاشتو په موده کې بشپړې او نن ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، «دغه پروژې د کرنې، مالدارۍ، اوبو د مدیریت برخه کې د څه باندې ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت پلي شوي چې په کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرو وېشل، د غنمو، جوارو، زعفران او هنګ د بېلابېل ډولونو آزمویښتي کښت او وېشل، د بادامو په شمول د یو شمېر نورو میوو د نوي باغونو جوړول، د کانالونو پاک کاري او اساسي جوړول او یو شمېر نورې مهمې پروژې شامل دي.»

د شاهد په وینا، د مالدارۍ په برخه کې د چرګانو کوچني فارمونو وېشل، د بېلابېلو واکسینونو تطبیق کول، د وړیو صنعت ترویجول، څاروي لرونکو کسانو ته د لبنیاتو د تولید او پروسس اړوند توکي وېشل او یو شمېر نورې پروژې هم پلي شوې دي.

هغه زیاته کړه، له یادو پروژو څخه په مستقیمه بڼه ۱۱ زره بزګرانو، مالدارو او عامو خلکو ته ګټه رسیدلې ده او په غیرې مستقیمه بڼه شاوخوا ۳۰ زره کسان ترې برخمن شوې دي.

بلخوا د لوګر یوه بزګر ساجد الله سلام وطندار راډیو ته وویل، خوښ ده چې د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې لسګونه بیلابیلې پروژې بشپړې شوې  دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي له کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ پرمختګ لپاره ورته پروژې نورې هم پلې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام