د میدان‌وردګ والي په مشرۍ د دولتي ادارو او موسسو  ترمنځ د راتلونکي نوي کال لپاره د نیالګیو کېنولو د کمپاین پیل په اړه غونډه جوړه شوه.

جوړې شوې غونډې ته د میدان وردګ والي قاري بختیا معاذ وویل، دولتي او نادولتي ادارو ته پکار ده چې د نویو نیالګیو د کېنولو پر ځای پخوانیو اېښودل شویو نیالګیو ساتنې او پالنې ته هم پاملرنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په دولتي او نادولتي ادارو او عامو خلکو غږ وکړ چې د پسرلي له پیل سره سم په خپلو سیمو کې میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنوي او د هغو په پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په جوړې شوې غونډه کې د کرنې او چاپیریال ساتنې ریاستونو او مؤسساتو ژمنه وکړه چې د نوي ۱۴۰۴ لمریز کال په پيل کې به ۳۰ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام