د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي، د روان لمریز کال پرمهال په دې ولایت کې ۲۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.
د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمدیوسف رهنما وايي، د روان کال له پیله تراوسه د سلام، اتوما، افغان بیسیم، روشن او اتصالات شبکو ۲۶ مخابراتي سایټونه د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې فعال شوي او د غور د اوسېدونکو لهخوا ترې ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، له یادو سایټونو څخه ۱۲ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د انکشافي بودیجې له لارې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوي او ۱۴ نور د خصوصي مخابراتي شرکتونو لهخوا فعال شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دغه مخابراتي سایټونه د پسابند، دولینه، مرغاب، چهارسده، دولتیار، ساغر، تیوره، تولک، لعل او سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو کې فعال شوي چې د مخابراتي خدمتونو ترڅنګ د 2G او 3G انټرنېټ اسانتیاوې هم خلکو ته برابروي.
د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي، د دې سایټونو په فعالېدو سره نږدې ۷۰زره کورنۍ د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.


