Asset 1SWN

۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

Singapore_Red_Cross_Afghanistan_Flash_Floods_Response

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وايي چې روان ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو یې، غوښتنه کړې چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

یوناما نن دوشنبه، مارچ اوومه، په یوې خبرپاڼه کې دا غوښتنه د افغانستان د همغږۍ ډلې د دې اوونۍ په استانبول کې له کېدونکې غونډو څخه مخکې کړې ده.

په دې غونډه کې به د بسپنه ورکوونکو غړوهېوادونو، نړیوالو مالي ادارو او افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) استازي ګډون ولري.

د یوناما به خبرپاڼه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي مرستیال او د بشري مرستو په برخه کې همغږي کوونکي انډریکا راټواټه له قوله لیکلي: « که موږ غواړو چې له افغانانو سره د بې‌وزلۍ او کړاوونو په له‌منځه وړو کې مرسته وکړو، نو موږ باید د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وسایل ولرو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله انعطاف او ثبات لپاره بنسټ کېږدو.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې تېرکال ۲۰۲۴کال کې د بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاوو شریکانو د افغانانو ملاتړ لپاره په ګډه  ۳.۲۱ میلیارډ امریکایي ډالر ټول کړي وې چې د تېرکال بودیجې له کچې څخه ډېر وو.

یوناما زیاته کړې چې د بسپنه ورکوونکو مرستو پرمټ ملګري ملتونه او د هغې شریکان توانېدلي چې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو عملي پایلې وړاندې کړي، بنسټیزو خدماتو ته دوام ورکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو مقاومت پیاوړی کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ملګروملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې د نړیوال تمویل بحران او د بشردوستانه او اساسي بشري اړتیاوو په پروګرامونو باندې  د هغې ډراماتیک اغېز کولی شي، تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د ثبات په برخه کې ترلاسه شوي نازک پرمختګونه، له ګواښ سره مخ کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان کې له اړتیا وړ خلکو سره د مرستو د دوام غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت په وار وار ویلي، د خپلو اغېزمنو تګ‌لارو پرمټ یې، هېواد کې د وزګارتیا کچه ټیټه کړې او هڅه شوې چې په هېواد دننه خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

له دې سره هم‌مهاله لا هم ګڼ‌شمېر ځوانان هېواد کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډي ایران ته د کار کولو لپاره تګ ته زړه ښه کوي. ډېری دغه افغانان پر قاچاقي لارو یادو هېوادونو ته ځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام