پر ایران د اسراییل برید ته د ټرمپ غبرګون: اوضاع به تر دې هم بدتره شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو د اسراييل بریدونو ته لومړني غبرګون کې ویلي، “هوکړې ته د رسېدو لپاره یې ایران ته ډېر فرصتونه ورکړي وو”، خو اوس شرایط توپیر کوي.
هغه ویلي، «ځینې ایراني توندلارو د زړورتیا خبرې کولې، خو نه پوهېدل چې څه به پېښ شي. اوس هغوي ټول مړه شوي او اوضاع به نوره هم بدتره شي.»

د اسلامي امارت ویاند: پر ایران د اسراییل بریدونه له نړیوالو حقونو سرغړونه ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د اسراییل لخوا په ایران وروستي بریدونه او د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده، په کلکه غندي.
هغه وویل، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی.

یوشمېر هېوادونو پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي

د راپورونو پر اساس، د سعودي عربستان، پاکستان او قطر په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او سیاستوالو پر ایران د اسراییل ننني بریدونه په کلکه غندلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم ایراني لوري سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییل بریدونه محکوم کړي دي.

د اسراییل بریدونو ته د خامنه‌يي غبرګون: د سختو مجازاتو په تمه اوسئ

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌ييي د اسراییل د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، «صهیونست رژیم» باید د یو سخت مجازات یا ځواب په تمه وي.
خامنه‌یی د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي: «صهیونست رژیم په دغه جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.»

پر ایران د اسراییل بریدونه؛ د سپاه‌پاسداران عمومي قومندان وژل شوی

اسراییلي چارواکو نن جمعه وویل چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې واردمخه بریدونه کړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل ننیو بریدونو کې د اسلامي انقلاب سپاه‌پاسداران عمومي قومندان سردار سلامي وژل شوی دی.

راپورونو کې ویل شوي چې د دغو بریدونو په دلیل، د پلازمینې امام خمیني نړیوال هوايي کې الوتنې هم ځنډول شوي دي.