ا.ا ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه؛ ا.ا: دا موضوع تر ارزونې لاندې ده

ملګروملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې اعلان ترڅنګ وايي چې سرپرست حکومت ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د جون پر ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د هېوادونو د ځانګړيو استازیو په ګډون جوړه شي.

د سرپرست حکومت مشرتابه د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړه

د سرپرست حکومت مسوولان وايي، د روان مالي کال ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي او د سږکال ملي بودیجه هم د تېرکال په څېر له کورنیو عوایدو تامین شوې.

سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې د بودیجې څومره‌والي په اړه له جزییاتو ورکولو پرته توشیح کوي.

نن د ای‌پي‌اېل لیګ اېلېمېنېټور لوبه کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له راجستان رویالز سره د یاد لیګ اېلېمېنېټور لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، مې ۲۲مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

ګردېز کې د «ښار پاکوالي» لپاره اشر شوی

د ګردېزښاروالي او چاپېریال‌ ساتنې ادارې نن «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د هټۍ‌والو، اوسېدونکو او چارواکو په ګډون د ګردېز ښار پاکوالي په موخه اشر کړی دی.

د ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي، دغه اشر یې د ښار‌پاکولو، ښاریانو ته د ښار پاک‌ساتنې فکر ورکولو او د ښاري فرهنګ ترويج په موخه په لاره اچولی و. د ګردېز ښار یوشمېر ښاریان هم چې په یاد اشر کې یې ګډون کړی وو، له نورو خلکو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام وکړي.

خوست کې درې کسان کورو ته د لاسي‌بمونو د غورځولو په تور نیول شوي

خوست کې هغه درې کسان نیول شوي چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې د خلکو کورونو ته «لاسي بمونه» وروغورځوي.

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د څلورمې امنيتي حوزې ځواکونو د یادې حوزې «ګوډاخاره‌سیمه» کې دغه کسان نیول شوي دي.

ناروې: فلسطین به د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژنوو

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګارسټور وايي چې دغه هېواد فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د نوموړي په وینا، د دوو دولتونو په توګه د اسراییلو او فلسطین په رسمیت پېژندنه د دواړو لوریو په ګټه ده. هغه وايي، د روانې مې میاشتې پر ۲۸مه به په دې اړه پرېکړه او اعلان وکړي.