Asset 1SWN

نن د ای‌پي‌اېل لیګ اېلېمېنېټور لوبه کېږي

78db0ef0-3075-4148-b8b8-db1f170a66db

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له راجستان رویالز سره د یاد لیګ اېلېمېنېټور لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، مې ۲۲مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بېګاه د یاد لیګ په لومړۍ کوالېفایر لوبه کې کلکتې نایټ‌رایډرز لوبډلې سنرایزرز حیدراباد ته ماته ورکړه او پای‌لوبې ته یې لاره وموندله.

د بنګلور او راجستان لوبډلو ترمنځ د لوبې ګټونکې لوبډله به په دویمه کوالېفایر سیالي کې له سنرایزرز حیدراباد سره ولوبېږي.

بنګلور لوبډلې دغه لیګ کې خپلې وروستۍ پنځه شل اووره لوبې ګټلي، خو راجستان بیا څلور بایللي او یوه یې د باران له امله لغوه شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبه کې درې ځلې راجستان او دوه وارې بنګلور بریاوې خپلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام