هېواد کې سږکال شاوخوا ۱۸۰۰هکټاره ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت پاکه شوې

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي سلام‌وطندار ته وايي، د روان ۱۴۰۳کال له پیل راهيسې هېواد کې د عملياتو پرمهال شاوخوا ۱۸۰۰هکټاره ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت پاکه کړې. همداراز د یاد ولایت یوه بل کروندګر عبدالروف وايي، د کوکنارو ښې بیې له امله خلک دغه بوټی کري.

د ملګروملتونو یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې لپاره کابل ته راغلی

افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر «یوناما» سلام‌وطندار ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګروملتونو په مالي او اداري  چارو کې د مشورتي کمېټې یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی. د دوی په وینا، یوناما د وروستیو کلونو پرمهال پر دې نه‌ده بریالۍ شوې چې خپلې دندې په سمه توګه پرمخ بوځي.

لوګر کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو چارواکي وایي چې د کشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په څرخ، بره‌کي برک او ازرې ولسوالیو کې عملیات کړي او یوشمېر وسلې او مهمات یې نیولي دي.

حیدراباد نن ای‌پي‌اېل کې له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ۵۷مه لوبه کې نن مازدیګر «لکناو سوپر جاینټز لوبډله له سنرایزرز حیدراباد» لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «چهار‌شنبه د مې ۱۹مه» د حیدراباد په کورني لوبغالي «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.

کاپیسا کې دوو زده‌کړیالانو بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ دوو زده‌کړیالانو یوه بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې.

د برکت‌الله اکبري او احمدشجاع اکبري په نومونو دغه دوه زده‌کړیالان د کاپیسا د نجراب ولسوالي اوسېدونکي دي او کابل کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د برښنا او ماشین میخانیک برخه کې زده‌کړې کوي.

ملي دفاع وزارت: د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد کارول شوې او باید ځواب ورکړي

د ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ ویاند هغه ادعا ته چې ګواکې په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و، غبرګون ښودلی او دغه ادعا یې په کلکو ټکو غندلې. د خورازمي په وینا، د ورته پېښو او موضوعاتو د «پړې ګوته افغانستان ته نیول په کلکو ټکو غندي.»