د افغانستان ماتېدونکي روغتیايي او اقتصادي وضعیت په اړه د سره صلیب خبرداری

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د لیندۍ په پنځمه، د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال د افغانستان وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې په‌کې د افغانانو د ماتېدونکي روغتیايي، اقتصادي او خوړو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

«د هرات امنیتي غونډې» یوولسم پړاو په تاجکستان کې پیل شو

د هرات امنیتي غونډې یوولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې «دوشنبې» ښار کې پرانېستل شو. دا غونډه چې ټاکل شوې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو هم دوام وکړي، «افغانستان ته د بیاکتنې او متفاوتو کړنلارو» په نوم جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ا.ا پر کړنلارې او د افغانستان په اړه د نړۍ پر چلن نیوکې وشوې.

کابل ښاریان: د سیم‌کارټونو وېش ځنډېدو ستونزو سره مخ کړي یوو

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د مخابراتي شبکو له‌خوا د سیم‌کارټونو د وېش بهیر ځنډېدو دوی له ستونزو سره مخ کړې دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي ګل‌اغا وايي، له تېرو درېوو راهیسې د نوي سیم‌کارټ د پېر هڅه کوي، خو په وینا یې، تراوسه نه‌دی بریالی شوی چې سیم‌کارټ ترلاسه کړي.

زابل کې خلکو په خپل لګښت په دوه ميليونه افغانيو یو پُل جوړ کړی

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت او د امنیه قومنداني په همکاري په دوو میلیونو افغانیو یو پُل جوړ کړی دی.

دغه پُل د یادې ولسوالي «باغ او ګزې» سیمو ترمنځ د درېوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.

لوګر کې یوه کس په یو میلیون افغانیو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي محمداکبر اتل په خپل شخصي لګښت په شاوخوا یو میلیون افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

دغه ودانۍ نن «دوشنبه، لیندۍ شپږمه» ګتې‎‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

رییل‌مي شرکت پنځو کلونو کې ۲۰۰ میلیونه ځیرک موبایلونه بازار ته وړاندې کړي

د چین د  ځیرک ګرځنده موبایلونو د جوړولو شرکت «ریل‌مي» وايي چې د یاد شرکت د جوړېدو راهیسې یې تر دې مهاله څه باندې دوه میلیونه ځیرک ټیلیفونونه بازار ته وړاندې کړې دي.

ریل‌مي شرکت د چینايي برښنايي وسایلو د تولید «بي‌بي‌کې» کمپنۍ پورې تړاو لري او د اوپوو او ویوو «& Oppo Vivo» ځیرکو موبایلونو برانډونه هم لري.

د «افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ» د خپلې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې

د «افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ» مسوولانو کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ښځینه خبریالانو وضعیت په اړه د خپلې کړې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.

د یاد بنسټ مسوولانو په وینا، په دې نظرپوښتنه کې ۲۰۰ ښځینه خبریالانې د دوی وضعیت په اړه پوښتل شوي چې ۹۰سلنه یې دا مهال په رسنیو کې پر کار بوختې دي.

کندهار کې په څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو استنادي دیوال جوړېږي

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي اړوند سیمه کې په ۷۵،۶ میلیونه افغانیو د پنځه کیلومټره استنادي دیوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد استنادي دیوال د جوړېدو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخند‌زاده له‌خوا «یکشنبه، لیندۍ پنځمه» پرانېستل شوې.