هرات کې د ښځینه لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
هرات کې د افغان ښځو د ملاتړ موسسې د ښځینه صنعتکارانو د هڅونې په موخه د «نمای هریوا» په نوم نندارتون جوړ کړی دی.
هرات کې د افغان ښځو د ملاتړ موسسې د ښځینه صنعتکارانو د هڅونې په موخه د «نمای هریوا» په نوم نندارتون جوړ کړی دی.
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په یوه ګډ راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. بلخوا د اقتصاد وزارت هم تاییدوي چې دامهال هېواد کې د لوږې کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
د افغانټوور دولتي شرکت رییس محمد نبي بهار سلاموطندار ته وايي چې د تېرو نږدې دوو کلونو په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰۰ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. همدا ډول لرغونپوه او فرهنګپال غلام حیدر کشککي وايي، د ویجاړو شویو تاریخي ځایونو رغول د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهم رول لري.
بدخشان کې یوشمېر ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت ولایتي روغتون کې د وینې کمښت له اړ دي چې د خپل اړتیا وړ وینه له نورو ځایونو ترلاسه کړي.
د لوګر چارواکي وایي چې د پرون ورځې (دوشنبه، غبرګولي اتمه) اوښتونو له امله په مرکز پلعلم کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د کتاب ورځې په مناسبت د سړک غاړې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده نن سهشنبه د غبرګولي نهمه سلاموطندار ته ویلي چې د مطالعې فرهنګ باید د یوې اړتیا په توګه دود شي، څو خلک د کتاب لوستلو او مطالعې ته مخه کړي.
د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی.
د لوګر د امنیې قومنداني چارواکو سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون دوشنبه د غبرګولي اتمه د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي «دهنو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون