لوګر کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي
لوګر ګې نن سهشنبه د وري ۲۹مه د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین سلاموطندار ته ویلي چې پېښه د سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.