بغلان کې یوه کس خپل ورور وژلی
د بغلان امنیتي مسوولان مني چې یوه کس د دغه ولایت په تالهوبرفک ولسوالي کې خپل ورور وژلی دی.
د بغلان امنیتي مسوولان مني چې یوه کس د دغه ولایت په تالهوبرفک ولسوالي کې خپل ورور وژلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد جمعه د وري څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د امریکايي چارواکو هغو ادعا ته تند غبرګون ښودلی چې ګواکې د داعش ډلې غړي افغانستان کې زیات شوي دي.
ذبېحالله مجاهد دغو ادعاوو ته په غبرګون کې لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې غړي د پخوا په پرتله ځپل شوي او شمېر یې خورا کم شوی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د دوو پرلهپسې ورځو پر مهال د شویو ورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لس کسان مړه او ټپیان شوي او څه باندې ۷۵۶ کورونه نړیدلې دي.
په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په دې کارخونه کې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې د څرمنې، ګلدوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.
د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وري میاشتې په شپږمه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د وري پنځمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
کندوز کې یوشمېر ګلپلورونکي وايي چې د پخوا په پرتله یې له تېر یوه کال راهیسې د ګلانو د پلور بازار سوړ شوی او کاروبار نهلري.
د کندوز د ګلفروشي سرای ګلپلورونکي سلاموطندار ته وايي، هېواد کې د بېوزلۍ لوړه کچه لامل شوې چې خلک د پخوا په څېر د تازه ګلانو اخیستو ته زړه ښه نهکړي. د کندوز د ګلفروشي سرای ګلپلورونکي اغامحمد احمدي وویل: «ژمي کې چې هوا سړه وه، ګلان یخ وهلي او له خرڅلاو پاتې دي.
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربهتوب د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۹۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون