د ګرمسېرو ولایتونو نجونې زدهکوونکې: روانې ستونزې راته پیدا شوي
د هېواد په ځینو ګرمسېرو ولایتونو کې زدهکوونکې وايي چې له نږدې دوو کالونو راهیسې د ښوونځیو دروازو بېرته پرانېستلو ته شېبې شماري.
د هېواد په ځینو ګرمسېرو ولایتونو کې زدهکوونکې وايي چې له نږدې دوو کالونو راهیسې د ښوونځیو دروازو بېرته پرانېستلو ته شېبې شماري.
د تقاعد شویو د ملي ورځې رارسېدو سره هممهاله، یوشمېر تقاعد شوي پولیس د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي.
دوی وویل، د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
پکتیکا کې یوشمېر بېځایه شوې کورنۍ وایي، روان سوړ ژمي کې د اوسېدو لپاره سرپناه نهلري او زیاتره هغوی خیمو او د ځمکې لاندې تلخونو کې ژوند کوي چې سختو ستونزو سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دې ډله کې، یو میلیون او ۱۰۰ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او دوه میلیونه او ۲۰۰ زره نور هم د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده د «مهربانۍ» پر بنسټ یې د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالياتي جریمې بښلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.
د انګلستان او سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې یا «سوپرلیګ» سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا په دوو پرلهپسې لوبو کې انګلستان ته ماته ورکړه.
سوېلي افریقا لوبډلې بېګانۍ لوبه کې د ټېمبا بافووما د سلیزې پر مټ انګلستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون