
د لوړو زدهکړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته: د نجونو محصلانو نوملیکنه مه کوئ
د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې له خصوصي پوهنتونونو او موسسو څخه غوښتي چې نجونې محصلانې ونه نیسي. د لوړو زدهکړو وزارت دغه مکتوب نن پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې له خصوصي پوهنتونونو او موسسو څخه غوښتي چې نجونې محصلانې ونه نیسي. د لوړو زدهکړو وزارت دغه مکتوب نن پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.
په پاکستان کې سلګونو مېشتو افغان خبریالانو پرون ماښام دوی ته د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغو خبریالانو نیوکه وکړه چې نړیوالې ټولنې له دوی سره پر کړیو ژمنو عمل نهدی کړی او له څه باندې یو کال راهیسې یې لا هم بېبرخلیکه پريښي دي.
نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه تازه رپوټ کې ویلي، ۲۰۲۱ ته په پرتله تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان صادرات زیات شوي او افغانیو هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل نسبي ثبات ساتلی دی.
د افغانستان د هوا پېژندې ادارې په یوې خبرپاڼه کې سبا یکشنبې د سلواغې نهمه کابل، پروان، پنجشېر، میدانوردګ، غزني، زابل، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو اټکل کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۶مه نېټې پورې د بدخشان په پامیر کې پر سختې تنفسي ناروغیو ۹۷ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو د یادې سیمې اوسېدونکي د دې ناروغیو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.
پاکستاني رسنیو نن شنبه د سلواغې اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ یوه زندان کې یو افغاني مړ شوی دی.
رسنیو د کراچۍ ښار د لانډي زندان د چارواکو له خولې ویلي، دغه افغان بندي د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. دا د پاکستان په زندانونو کې درېیم افغان بندي دی چې مړ کېږي. په کراچۍ کې د افغانستان جنرل کونسل عبدالجبار هم د یاد افغان مړینه تایید کړې، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون