
د شبرغان ښار د دویمې حوزې د اکمال آمر ټرافیکي پېښه کې مړ شوی
په جوزجان کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې د اکمال آمر تمیم چې په عبدالواحد فیضي پېژندل کېږي، په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

په جوزجان کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې د اکمال آمر تمیم چې په عبدالواحد فیضي پېژندل کېږي، په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د افغانستان د قرغېز قوم چې د بدخشان د واخان ولسوالي په پامیر غرونو کې اوسېږي، د ژوند له لومړیو امکاناتو هم بېبرخې دي او لا هم د سخت ژوند شپې او ورځې پرې سبا کېږي.
دوی وايي، تر اوسه په دې سیمه کې روغتیایي، مخابراتي او ټرانسپورټي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

نیمروز کې محلي سرچینې او مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ سړې هوا او توپانونو ۳۲ روږي کسان، یوه مېرمن او یو ماشوم مړه کړي دي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي څلور ورځنی سفر چې مشري یې د یاد سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد کوله، د ښځو حقونو او بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پای ته ورسېد.

د خوست د نادرشاهکوټ ولسوالي اوسېدونکي دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له نهشتون څخه شکایت کوي.
د یادې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وایي، سره له دې چې دغې ولسوالي کې ۹ کاله وړاندې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هندۍ لوبډلې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله په ۱۰۸ منډو وسوځوله.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا یکشنبه د سلواغې دویمه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان مرکزي بانک نن شنبه د سلواغې لومړۍ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر د چپهکېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، پېښه پرون جمعه د مرغومې ۳۰مه د بدخشان مایمي ولسوالي کې رامنځته شوې ده. دغه موټر له فیضاباد ښار څخه د مایمي ولسوالي پر لور روان و.