
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د وزګارو کسانو کره شمېره نهلرو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو نن کابل د یوې خبري ناستې پر مهال د خپلو وروستیو ولایتي سفرونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو نن کابل د یوې خبري ناستې پر مهال د خپلو وروستیو ولایتي سفرونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې نن د سوپر ۱۲ پړاو په وروستۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې ته د ۷۱ منډو په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د برښنا او اوبو وزارت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، داسې یوه طرحه يې ریاستالوزرا ته لېږلې چې له مخې به يې کابل ښار کې د خپلسرو څاګانو د کیندنې مخه ونیول شي. د یاد وزارت د طرحې پر بنسټ هغه کورونه او ودانۍ چې له اندازې زیاتې اوبه مصرفوي، حکومت به پرې مالیه لګوي.

د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده. د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي، دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز د ناحیهدشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده. نظري زیاته کړې، د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

د کرېکټ نړیوال جام د نن ورځې له حیرانونکو لوبو وروسته پاکستان لوبډلې د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

پاکستاني رسنیو نن یکشبنه د لړم ۱۵مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف یوې خبري ناسته کې د عمرانخان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي شوي برید کې د ده او پوځي چارواکو لاس وو.

د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن په یوې حیرانونکې لوبه کې نیدرلنډ سوېلي افریقا ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د سوېلي افریقا له دې ماتې سره نیمه پایلوبې ته د پاکستان او بنګلدېش د تلو هيلې ډېرې شوې.