ناپېژنده کسانو سرپل کې یو کس لومړی وهلی، بیا یې زندۍ کړی
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د صیاد ولسوالي د انګشکه سیمې اوسېدونکی محمدنعیم وژلی دی.
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د صیاد ولسوالي د انګشکه سیمې اوسېدونکی محمدنعیم وژلی دی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې یوه معترضه ظریفه یعقوبي له څلور نورو هلکانو سره هغه مهال نیولې چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي. سره له دې چې د هغوی له نیول کېدو درې ورځې تېرېږي، خو لا یې هم د وضعیت په اړه معلومات نشته.
فاریاب کې یوه سرچینه وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار له هلک سره د اړیکې لرلو په تور خپله لور وژلې ده.
دا پېښه د جمعې په ورځ د فاریاب د بلچراغ ولسوالي په قورچي سیمه کې شوې ده.
د هرات امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې یې د ښځو د پلور په تور دوه کسان نیولي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه کسان چې اوس افغانستان کې دندي لري، د ورځې له ۱۰۰ افغانیو څخه ډېر عاید نه شي پیدا کولای. په همدې حال کابل کې ځینې بېوزله کسان وايي چې کافي خوړو ته لاسرسی نهلري او ډېری وختونه د خوړو د نشتون له امله ورځې او شپې په لوږه تېروي.
د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره له نیوزیلنډ وروسته نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه.
افغانستان کې نابینایان «ړانده کسان» د نورو ستونزو ترڅنګ د عامه خدمتونو او د زدهکړو او کاري زمینې نه برابرېدو له کبله شکایت کوي.
د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د «مالګې» د یوه کان درې کارکوونکي په مرموز ډول وژلي دي.
د لغمان د والي ویاند سلامت خان بلال وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار اته بجې د دې ولایت په دولتشاه ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې موټر کې سپاره کسان يوه ځايي روغتیايي کلینیک ته پر لاره وو.
د ازموینو ملي اداره نن شنبه د لړم ۱۴مه د یو لړ مراسمو په لړ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې. د یادې ادارې د اعلان مخې، سږ کال له هرات ولایت څخه د سلیمان ولد غلام جیلاني په نوم یو زدهکوونکی په ۳۵۵ نمرو د سږني کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون