اوچا: افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۷۰ نه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د بې‌وزلۍ کچه ۴۷ او په ۲۰۲۱ کې ۷۰ سلنه وه، خو په ۲۰۲۲ کې ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې د ګټې‌وټې کمېدل، د بیو لوړوالی او د نغدو پیسو ناورین افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې لوړوالي لاملونه یاد شوي دي.

افغانستان په ایران کې د تر ټولو ستر بهرني پانګه‌وال نوم خپل کړ

د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د روان کال لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۱۴۹،۸ میلیونه ډالرو پانګونې سره دغه هېواد کې له نورو بهرنیو پانګه‌والو مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی. د دغه وزارت په خبره، سږ کال د تېر هغه په پرتله ایران کې د بهرنۍ پانګونې کچه کې ۳۸۴ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره کموالی راغلی دی.

کندوز کې د نښتې پای؛ اسلامي امارت: پنځه داعشیان مو ووژل

د کندوز محلي مسوولان وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو د کندوز ښار اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای برید کړی او پنځه داعشیان یې وژلي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي، د کشفي معلوماتو پربنسټ یې د داعش پر دغه پټنځای عملیات کړي او دې ډلې پورې اړوند پنځه کسان یې وژلي دي.

د کابل پوهنتون نجونو زده‌کړیالانو له لیلیې د دوی د شړلو له امله اعتراض کړی

یو‌شمېر نجونو زده‌کړیالانو نن (سه‌شنبه، تلې ۲۶مه) د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د دوی د شړلو له امله د یاد پوهنتون د دروازې مخې ته اعتراض کړی دی.

اعتراض کوونکو له ځان سره د «تحصیل، زموږ سره کرښه ده»، «موږ یې د لوستلو په  جرم له پوهنتون وشړلو» شعارونه لېږدول.

غزني کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی

د غزني محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۲۵مه ناوخته د اندړ ولسوالي په «خرپه» کلي کې رامنځته شوې. خالد سرحدي زیاته کړې چې دغو دوو وروڼو خپل پلار «زندۍ» کړی او وژلی یی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او دویم فراري دی.