
د روزګان والي: موسیقي غږوونکي د شیطان د لښکر غړي دي
د روزګان والي عليجان احمد بېګاه په دغه ولایت کې یوې جوړې شوې مشاعره کې د وینا پر مهال ویلي، «هغوی چې سندرې وايي یا موسیقي غږوي، د شیطان د لښکر غړي دي.»

د روزګان والي عليجان احمد بېګاه په دغه ولایت کې یوې جوړې شوې مشاعره کې د وینا پر مهال ویلي، «هغوی چې سندرې وايي یا موسیقي غږوي، د شیطان د لښکر غړي دي.»

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته وویل چې د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته په نننۍ چاودنه کې اووه ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شوي دي. هغه وايي، چاودنه یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټويټ کې د کابل وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته چاودنه غندلې او هغه یې ترهګریز برید بللی دی.

په هلمند کې ځینې سرچینې وایي چې د دغه ولایت د نادعلي ولسوالي په دښت سیمه کې یو کس د برمې څاه ته ور لوېدلی دی.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.

د کابل په نننۍ چاودنه کې تراوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو او لس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر لیکلي چې تراوسه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته د چاودنې له ځایه ۱۴ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې څلورو یې مخکې له مخکې ژوند له لاسه ورکړی و.

د نیمروز محلي مسوولان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو د ۱۹۳ اخته کسانو درملنه کړې او پرون خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
د نیمروز د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر جمعهخان عثماني سلاموطندار ته ویلي چې هڅه کوي، څو دغه ولایت کې پر نشهيي توکو روږدي کسان را ټول او درملنه یې وکړي.