
ا.ا هېواد کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره ورزشي کمپلېکس جوړوي
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي چې د اسیا او نړیوالو المپیک په مرسته کابل کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د سپورټ کمپلېکس جوړوي.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې چارواکي وايي چې د اسیا او نړیوالو المپیک په مرسته کابل کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د سپورټ کمپلېکس جوړوي.

کاسا۱۰۰۰ د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برښنا لېږد ستره پروژه ده چې د پليکېدو چارې یې له تېرو څو کلونو راهیسې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې ځینې ډاکټران له یوشمېر درملتونونو سره په همغږۍ شفري نسخې لیکلي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې څوک نشي لوستلی.

د دفاع وزات هوډ لري چې له ټول افغانستان څخه د دغه وزارت په چوکاټ کې حربي شوونځي ته شاوخوا ۴۰۰ زدهکوونکي جذب کړي. د یاد وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي سلاموطندار ته ویلي چې دوی د خپلو قولاردوګانو له لارې دغه اعلان په ولایتونو کې هم خپور کړی دی.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګراتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړلکېدو له امله ګڼشمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیبالله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې وړمه شپه د دې ولایت په صبریو ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز سلاموطندار ته ویلي چې شخړه د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شوې او له امله یې یو کس وژل شوی دی.