
د کابل امنیې قومنداني مسوولان: پلازمېنه کې مو د وژنو مخه نیولې
د کابل امنیتي مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې له تېر یوه کال راهیسې پلازمېنه کابل کې امنیت ښه شوی او په بشپړه توګه یې د وژنو مخه نیولې ده.

د کابل امنیتي مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې له تېر یوه کال راهیسې پلازمېنه کابل کې امنیت ښه شوی او په بشپړه توګه یې د وژنو مخه نیولې ده.

د میدانوردګ یوشمېر فرهنګیانو او اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې مرکز میدانښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هرات کې د دغه ولایت د مسوولانو او بزګرانو په ګډون نن د انګورو، انځیرو، شاتو او د مالدارۍ محصولاتو نندارتون پرانستل شو.

د بشريحقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي. هغې وویل، د یادې پرېکړې په عمليکېدو سره به ا.ا ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا یا «ایسيسي» له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کلونو پورې د کرېکټ ملي لوبډلو د راتلونکو لوبیزو سفرونو پروګرام «اېفټيپي» اعلان کړ چې له مخې یې، د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو مهالوېش هم په ډاګه شوی دی.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالي اړوند «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله چې نږدۍ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، تراوسه نږدې ۸۰۰ کورنۍ شبرغان ښار او بلخ ولایت ته بېځایه شوي دي.

د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي مهدي مجاهد یي ایران سره پولې ته نږدې د هرات ولایت په یوې سرحدي سیمه کې وژلی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي مهدي مجاهد غوښتل چې له هېواده بهر وتښتي، خو د سرحدي ځواکونو له لوري په نښه او وژل شوی دی. د مولوي مهدي مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د وژنې اړه څه نه دي ویلي.