
محلي مسوولان: وروستیو سېلابونو کې ۷۸ کسان مړه شوي
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو سربېره یې، زرګونه جریبه ځمکه او کورونه هم ویجاړ کړي دي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو سربېره یې، زرګونه جریبه ځمکه او کورونه هم ویجاړ کړي دي.
یوشمېر هغه کورنۍ چې په ولایتونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله کابل ته بېځایه شوي، وايي چې لومړنیو اړینو توکو ته لاسرسی نه لري.
کندهار کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکي وايي، هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون او د چارواکو د نهپام له امله دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۵۰ سلنه فارمونه لهمنځه تللي او پاتې نور یې هم د لهمنځه تلو په حال کې دي.
په غور کې د نشهيي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشهيي توکي کښت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې جاپان افغانستان کې زلزله ځپلو سره د ۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلا کړی دی.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په برهکي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون