هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو نامعلوم برخلیک؛ امکانات او خدمتونه کم شوي
په کابل او کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې د یو شمیر مرکزونو مسوولان شکایت کوي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ راهیسې هېڅ بنسټ ورسره مرسته نه کوي.
په کابل او کندهار کې د روږدو کسانو د درملنې د یو شمیر مرکزونو مسوولان شکایت کوي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ راهیسې هېڅ بنسټ ورسره مرسته نه کوي.
د هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړل. د دې ترڅنګ په دغه زلزله کې په زرګونه ویجاړ شوي چې له امله یې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
کابل کې یوشمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو خبریال تاجولي غورځنګ وايي چې رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.
پکتیکا کې د تېرې چهارشنبې له مرګونې زلزلې وروسته چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، اوس زلزله ځپلو سیمو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو احتمال ډېر شوی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په سوېلي ولایتونو پکتیکا، پکتیا او خوست کې د شوې زلزله له امله څه باندې ۶۰زره کورنۍ چې ۲۰۰زره کسان کېږي، زیانمن کړي دي.
په میدان وردګ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی. دغه پېښه پرون مازدیګر د میدان وردګ د سیداباد ولسوالي اړوند په لوړې کلي کې رامنځته شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل د پراختیا په حال کې دی او ټاکل شوې چې افغانستان کې د یوشمېر هېوادونو سفارتونه بېرته پرانستل شي. ملي راډیو ټلوېزیون لیکلي، متقي ټینګار کړی چې «نړۍ سره ښې اړیکې لرو او دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هیله کوو چې ډېرې لاستهراوړنې ولرو.»
له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون