کندوز؛ د اختر شپو او ورځو کې ټرافيکي پېښو ١١ کسان مړه او ٨٠ نور یې ټپيان کړي
د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د هلمند ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولايت کې په جلا جلا ټرافيکي پېښو کې ۶ کسان مړه شوي او ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د لومړي ځل لپاره یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه وګومارل شوه. د امریکا ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه وګومارله.
روزګان کې محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
بغلان ولایت کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، لومړی له کور څخه راوېستلی او وروسته یې وژلی دی.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د دغه ولایت اړوند په تاله او برفک ولسوالي کې رامنخته شوې ده.
د پاکستان پنجاب صوبې د ګجرات سیمې پولیس وايي چې د یوې معلولې نجلۍ د مړي سپکاوي او پرې د جنسي تیري په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
اسراييلي چارواکي وايي، په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسلهوالو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون