د پاکستان پارلمان عمران خان له دندې لرې کړ
د پاکستان سیاسي ناورین د لومړي وزیر عمران خان له دندې لرې کېدو سره هغه مهال پای ته ورسېد چې د دغه هېواد پارلمان عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه.
د پاکستان سیاسي ناورین د لومړي وزیر عمران خان له دندې لرې کېدو سره هغه مهال پای ته ورسېد چې د دغه هېواد پارلمان عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت له خوا استولشوي ډیپلوماټ ته وسپارل شو.
ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼشمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوشمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.
د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړیو استازیو پرون جمعه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته د دوی مرستې د اسلامي امارت کړنو پورې تړلې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له ښځو او قومي لږکیو سره ښه چلن نه لري.
اغاشيرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلابېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ کونډې مېرمنې پر کار بوختې دي.
نوموړی وايي چې دغه بېسرپرسته مېرمنې ورسره په ورځنۍ مزدورۍ کار کوي او د غاړو او نورو ګنډونو په بدل کې پیسې ورکوي.
امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیولي دي. د کندهار د امنیې قومندان ویاند محمداصف حکیمي سلاموطندار ته وايي چې نیولو شویو کسانو دوه ورځې وړاندې دغه ماشوم د پنجوايي ولسوالي په «دوراهي سیاه» سیمه کې په خپل کې وژلی وو.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون