
ولايتونو ته د مسافروړونکو موټرو د کرايې لوړېدو په اړه د خلکو شکایت
یوشمېر هېوادوال چې له کابل څخه ولایتونو او برعکس تګ راتګ کوي د مسافروړونکو موټرو د کرایې لوړوالي څخه شکایت کوي. هغوی وایي چې ټرانسپورټي شرکتونو د مسافروړونکو موټرو کرایې لوړې کړي دي.

یوشمېر هېوادوال چې له کابل څخه ولایتونو او برعکس تګ راتګ کوي د مسافروړونکو موټرو د کرایې لوړوالي څخه شکایت کوي. هغوی وایي چې ټرانسپورټي شرکتونو د مسافروړونکو موټرو کرایې لوړې کړي دي.

د اسلامي امارت استخباراتو نن سهار په کندهار ولایت کې د سلاموطندار همکارې څانګې راډیو ته ورغلي او د يادې راډیو مسوول يې نیولی دی.

د کابل ښار یوشمېر هغه ځوانان چې دوه او یا هم درې کاله وړاندې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وایي، د پوهنې وزارت لهخوا د شهادتنامو د نه ورکولو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یوشمېر نړیوالو رسنیو پر ټلوېزیوني نشراتو هم بندیز لګولی دی.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوشمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.

د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار ولایت کې د «ملت غږ» په نوم راډیو باندې چاپه وهلې او د یادې راډیو درې کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د دغه هېواد پارلمان نن دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته په واک کې د پاتې کېدو او یا هم له واک څخه د ګوښه کولو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل کړي. د رایې ورکولو بهیر اووه ورځې روان وي. ټاکل .شوې وه چې دغه بهیر تېره جمعه پیل شي، خو دوه ورځې وځنډول شو