عبدالحمید خراساني د پنجشیر د امنیه قومانداني د امنیت امریت څخه ګوښه شو
د پنجشیر محلي مسوولانو ځینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر عبدالحمید خراساني له دندې ګوښه شوی دی.
د پنجشیر محلي مسوولانو ځینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر عبدالحمید خراساني له دندې ګوښه شوی دی.
د امريکا ولسمشر جوبايډن د جمعې په ورځ د چين ولسمشر شي جينپينګ ته خبرداری ورکړ چې که بيجينګ په مادي توګه پر اوکراين د روسيې د يرغل ملاتړ وکړي، له بندیزونو سره به یې مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو د ډیپلوماسۍ له لارې د دغه ناورین پر حل ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت لهخوا د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نیونه، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راولاړې کړې دي.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد هېواد له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د سیمهییزې اجماع جوړېدو پورې تړلې ده. اکرم په ملګرو ملتونو کې ویلي، که چېرته د سیمې هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته شي، نو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژني.
د بشر حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او د خوارځواکۍ پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه هېواد کې بانکي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر زیانمن کړی دی. د یاد بنسټ په وینا، د افغانستان ډېری بانکونه په سختۍ سره کار کوي او پر افغانستان بانک د محدودیتونو له کبله د ډېرو پیسو اخیستل ناشوني کړي دي.
لغمان کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله له یوه لوري درې کسان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د ياد ولايت مرکز مهترلام دولاباد سيمه کې رامنځته شوې ده. د لغمان د والي وياند صلاح الدین ذاهد سلاموطندار ته وويل، په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري درې کسان وژل شوي او له بل هغه یو کس ټپي دى.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون