جوزجان کې یو ځوان د قران‌کریم نسخه یې په لاس لیکلې

د هرات، بلخ، فارياب او بادغيس ولايتونو يو شمېر فرهنګیان، ليکوالان، ديني علما، قومي مشران او ځوانان نن د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالي کې د دغه ولسوالي د يوه ځوان له خوا د قران‌کريم د نسخې لیکلو د مخکتنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مجاهد: د لرغونو اثارو ساتني او د هغه د قاچاق مخنیوي ته ژمن یوو

د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

نړۍ سره پر تعامل د اسلامي امارت ټينګار؛ شنونکي: رسمیت پېژندنه باید بې‌زیانه وي

ټاکل شوې د ترکیې د «انتالیا ډيپلوماسۍ فورم» غونډه چې د تېرې جمعې پر ورځ پیل شوې وه، نن پای ته ورسېږي. یو‌شمېر سیاسي شنونکي په دغه غونډه کې د افغان پلاوي ګډون د هېواد په ګټه بولي. د چارو شنونکي وايي چې یاد کنفرانس کې د افغانستان په ګټه ښه لابي ګري وشوه او په یو‌شمېر مهمو برخو کې یې افغانستان ته لاسته‌راوړنې هم درلودې.

ناټو: روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کیمیاوي وسلې  وکاروي. د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ناټو د سرمنشي له قوله ویلي، که روسیه د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي، نو جنګي جنایت به یې کړی وي.

د قادس-‌قلعه‌نو اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د بادغیس د اوسېدونکو اندېښنې

د بادغیس ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د قادس-‌قلعه‌نو د اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د اندېښنو څرګندولو سره وايي چې یاده پروژه د موسمي بارانونو پرمهال سېلابونو زیانمنه کړې ده.

سیګار: افغانستان د روغتیايي متخصصانو له کمښت سره مخ دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له کالونو راهیسې د روغتیا په برخه کې د مسلکي او روزل شویو متخصصانو له کمښت سره مخ دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې اوو میاشتو کې د هېواد نورو برخو په څېر روغتیا هم له ناورین سره مخ شوې ده.