د فاریاب کوویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی
د فاریاب کوویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو نن سهار میمنې ښار کې د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی او له اړوند ادارو څخه یې غوښتنه کړې چې د دوی معاشونو دې ورکړل شي.
د فاریاب کوویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو نن سهار میمنې ښار کې د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی او له اړوند ادارو څخه یې غوښتنه کړې چې د دوی معاشونو دې ورکړل شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتي برخې مرستيال الکسي زايتسف ویلي، روسیه چمتو ده چې د اسلامي امارت او د دوی د مخالفو ترمنځ د خبرو کوربهتوب وکړي. تېره اوونۍ ځينو سرچينو په روسيه کې د اسلامي امارت د جګپوړو استازیو او د ‘مقاومت جبهې’ په نوم د اسلامي امارت مخالفو مشرانو ترمنځ د ليدنو خبر هم ورکړی و.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف نن غرمه کابل ته راغلی دی. منصور احمدخان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشري له اسلاماباد څخه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره یې لیدلي دي.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې د پابجي «PUBG» ګېم د ډېرې کارونې له امله د دغه ګېم یوه تنکي ځوان کارونکي خپله مور، دوه خویندې او ورور وژلي دي.
د اروپايي ټولنې مرستیال د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کابل کې د یو لړ ودانیزو پروژو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال د ودانیزو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د امریکا یوې محکمې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي. د دغو رسنیو په وینا، تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون دې محکمې ته سپارلې وای.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون