طالبانو د فاریاب په قیصار ولسوالي کې ۱۰۰ سرتیري نیولي

پرون مازدیګر د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېده، خو ۳۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې له سخت مقاومت وروسته بریالي شوي چې یوازیني پاتې کلي (کوهي) ته ځان ورسوي او له نورو سرتېرو سره یوځای شي. خو لږ ځنډ نه وو وتلی چې دغه کلی هم طالبانو ونیوو او د شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو له برخلیک څخه هېڅ خبر نه شته.

ټرانسپورټي او باروړونکي شرکتونه: د «ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا» ناقانونه اخاذۍ اخلي

نن د یو‌شمېر ترانسپورټي او باروړونکو شرکتونو مسوولانو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا پر لویو لارو کې د اخاذۍ پر اخیستلو تورونه کړه او وویل چې دغه شورا په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.

هېواد کې د کورونا له امله ۵۶ناروغان مړه او ۱۵۸۲ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله په هېواد کې ۵۶ ناروغان مړه شوي دي چې پر دې ناروغۍ بیا تازه ۱۵۸۲ کسانو د ازمایښتونو پایلې مثبتې ختلي دي. نوې ثبت شوې پېښې د ۴۶۷۱ شکمنو پېښو له کتلو وروسته ترلاسه شوي دي.

پکتیا کې د مېرمنو لپاره د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو غوښتنه

یو‌شمېر مېرمنې په پکتیا ولایت کې له حکومت څخه د دوی لپاره د سوداګریز مارکېټ د جوړېد غوښتنه کوي. دغه مېرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله وړاندې ورسره ژمنه کړې چې ګردېز ښار کې به د دوی لپاره یو سوداګريز مارکيټ جوړوي، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره دغه ځانګړی مارکيټ نه‌دی جوړ شوی.