د غوښې، وينې او باروتو بوی؛ د يوه ناورين څو کيسې
کله چې کابل پوهنتون ته دننه کېږو، هرې خوا ته د چوپتیا سیوری غوړېدلی. له خبریالانو، امنیتي ځواکونو او د پوهنتون له ساتونکيو پرته هېڅ محصل پوهنتون کې نه لیدل کېږي.
تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې ۳ ترهګر کابل پوهنتون ته دننه شول او د حقوقي زدهکړو د ملي مرکز پر ودانۍ یې برید وکړ.