د ټولګټو وزارت وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴۷زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن دوشنبه (د لیندۍ ۳مه/ د نومبر ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد توکي د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د افغانستان د اوسپنې ‌پټلۍ د مختلفو مسیرونو له لارې انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له بندر حیرتان څخه ۱۰۴زره او ۳۱۳ ټنه، له اقینې څخه ۸زره او ۳۹۶ ټنه، له تورغونډۍ څخه ۱۵زره او ۳۲۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۹زره او ۱۵۷ ټنه توکي لېږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حق‌شناس زیاتوي چې انتقال شوي توکي په تېلو، غیر تېلي محصولاتو او نورو سوداګریزو مالونو پورې اړه لري. همدارنګه، د اوونۍ په اوږدو کې ۳۲۷ ټنه توکي د افغانستان له لارې صادر شوي چې ډېری برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې ‌پټلۍ له لارې د لېږد او صادراتو زیاتوالی نه یوازې ملي عواید لوړوي، بلکې د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته‌کېدو، اقتصادي پراختیا او د هېواد د ځان‌بساینې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوسپنې ‌پټلۍ د پراختیا بهیر چټک کړی او دامهال تر ډېره بریده د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام