د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرې ورځې سخت اورښت وروسته په ازرې ولسوالي کې سېلابونه راوتلي او د یادو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، په ازرې ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له‌‌منځه تللي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په ازرې ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو مالدارۍ ته هم زیان رسېدلی او ګڼ‌شمېر څاروي له‌منځه تللي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالي کې هم د شنبې شپې سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له‌منځه تللي او همدارنګه ۲۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ هم له حکومت او نړیوالو مؤسساتو د بیړنو مرستو غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام