حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیتلاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې پر بیتلاهیه د دوی په هوايي برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کیفري نړیوالې محکمې پرون په یوه حکم کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواف ګالانت د نیولو امر وکړ.
که څه هم تراوسه په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو او اوربند لپاره ډېرې هڅې شوي، خو تراوسه نه یوازې دا جګړه پای ته نهده رسېدلې، بلکې لمنه یې لبنان ته هم غځېدلې ده.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ۴۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۴ زره او ۲۸۰ نور ټپیان دي.