د غزني د ولایتي شورا غړی حسنرضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قرهباغ ولسوالۍ کې د وسلهلرونکیو کسانو له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.
یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قرهباغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.
نوموړی له حکومته غواړي چې د دغو مسافرو موندلو او خوشې کولو کې پوره هڅه وکړي او پرې نهږدي چې مسافران ووژل شي.
د غزني د والي د رسنيو دفتر او د امنيتي ارګانونو د رسنيو مسوولان وايي چې په دې اړه له څېړنو وروسته به رسنيو سره معلومات شريک کړي.
خو د جاغوري ولسوال عارف باهنر سلاموطندار ته وايي، د يادې ولسوالۍ د امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخې تېره ورځ له غرمې وروسته طالبانو د غزني – جاغوري لويه لار قرهباغ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يادې ولسوالۍ ۶ اوسېدونکي وتښتول چې له څو ساعتونو وروسته يې بېرته خوشې کړل.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.