د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۵ کلنه زرغونه د ۳ ماشومانو مور ده او ۳ کاله مخکې یې د ښځو لپاره په یوه کرنیز روزنیز پروګرام کې ګډون کړی و، هغه پروګرام چې موخه یې د کورنیو باغچو د جوړولو او مدیریت طریقو ښوونه وه.
هغې د دې کورس تر پای ته رسېدو وروسته، د خپل کور ترڅنګ د سبزیو یوه وړوکې باغچه جوړه کړه، هغه اقدام چې په وینا یې، د ژوند د نوې لارې پیل یې وو.
هغې وویل: «غوښتل مې د کور لپاره تازه سبزي تولید کړم او بازار پورې تړلې نه اوسم. دا کار هم زما د کورنۍ لپاره ګټور دی او هم زما شوق او انګېزه ژوندۍ ساتي.»
په دې باغچه کې زرغونې بانجانو، بادرنګ، پالک او مرچ په څېر بېلابېل سبزيجات کرلي او د انګور او مالټو څو ونې هم لري.
هغه دغه کار د ورځې په اوږدو کې د ځانګړي نظم سره پر مخ وړي، سهار له لمانځه وروسته تر نهو بجو پورې او بيا ماښام هم تر ناوخته پورې کار کوي.
دغو هڅو د هغې په اقتصادي ژوند کې مثبت او مهم بدلون راوستی.
نوموړې په دې اړه زیاتوي: «اوس زموږ کور ته تازه سبزيجات له خپل باغه راځي. کله چې حاصل زيات شي، بازار ته يې وړم او پلورم یې. په هر فصل کې شاوخوا درې زره افغانۍ ګټه کوم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زرغونه په دې برخه کې د خپلې کورنۍ له ملاتړ څخه هم خوښه ده چې په اقتصادي برخه کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره يې ورسره پوره همکاري کړې.
«مېړه مې ډېره مرسته راسره کوي. ماشومان مې هم کله ناکله د اوبو لګولو او د مېوو راټولولو کې راسره مرسته کوي.»
خو زرغونه وايي چې د کار ترڅنګ، له ګڼو ستونزو سره هم مخ ده. د هغې په خبره، د اوبو کمښت له امله د هغې د سبزي تولید کم شوی، حشرات د هغې د باغچې حاصلات زیانمنوي او د ښه تخم نشتوالی د دې لامل شوی چې د کار پایله یې د تمې خلاف کمه شي.
زرغونه هیله لري چې که د کرنې ریاست ښځو سره د اوبو، تخم او حشرو ضد درملو په برابرولو کې مرسته وکړي، د هغې عاید به څو چنده زیات شي.
«پخوا به موږ يوازې د مېړه په عايد ولاړ وو، خو اوس زه هم مرسته کولی شم. د کلي نورې ښځې هم غواړي ورته باغونه جوړ کړي.»
زرغونه د راتلونکې لپاره پلان لري چې خپله باغچه لا پراخه کړي او د ګلانو برخه هم ور زیاته کړي.
هغې وویل، که شرایط برابر شي، نه یوازې د کور اقتصادي اړتیاوې پوره کولی شي، بلکې د بازار لپاره به هم د رنګارنګ سبزیجاتو او ګلانو تولید زیات کړي.
«هيله لرم يو ورځ داسې وخت راشي چې زموږ د ښځو توليدات بازار ته ډېر لاړ شي.»
زرغونه د نورو ښځو لپاره يو الهام بښونکی پيغام لري او وايي: «ښځې دې هڅه وکړي، هر کار که په زحمت پيل شي، نتيجه يې حتماً شته. له کوچني باغه پيل وکړئ، بيا به مو ژوند بدل شي.»
کونړ کې کرنه د خلکو د عوایدو مهمه سرچینه ده او په وروستیو کلونو کې ښځې هم هڅه کوي په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د کورنۍ باغچو او کوچنیو کرنیزو فعالیتونو له لارې دوی د ځان بساینې پر لور روانې دي، خو د اوبو کمښت، د ښه تخم نشتوالی او د حشراتو حملې هغه ستونزې دي چې د ښځینه بزګرانو د کار مخه نیسي، خو بیا هم ډېری ښځې هڅه کوي چې د خپل کور اقتصاد پیاوړی کړي.


