د بامیان یو شمېر مالدارو ښځو د دې پر ځای چې وړۍ خرڅې کړي، د مسلکي زدهکړو او عصري وسایلو له لارې یې د وړیو پروسس ته مخه کړې ده؛ هغه نوښت چې د یادو ښځو عواید یې لوړ کړي او دوامداره کار زمینې یې برابرې کړي.
د بامیان مرکز «توبعلي شیبرتو» کلي اوسېدونکې رقیه وايي، د دې کلي زیاتره مېرمنې له ۱۳ تر ۱۸ پورې پسونه لري چې هر کال ترې د پام وړ، وړۍ راټولوي.
د دې په خبره، دا چې مخکې یې د وړیو راټولولو پرمهال له لومړنیو وسایلو ګټه اخیسته او اړین معلومات یې هم نه لرل، ډېره اندازه وړۍ به یې ضایع کېدلې او یا به یې هم په ټیټه بیه خرڅولې.
هغې زیاته کړه: «زموږ کلي کې ډېری ښځې له ۱۳ تر ۱۸ مېږې لري. هر کال ډېرې وړۍ راټولوو، خو پخوا یې په کارولو ښه نه پوهېدو. د ابتدايي وسایلو او د مهارت نشتوالي له امله وړۍ خرابېدې او په ټیټه بیه به مو پلورلې. خو له هغه وروسته چې مو زدهکړې وکړې، پوه شو چې څنګه پاکې وړۍ ترلاسه کړو. اوس مو ژوند ښه شوی، ځکه چې له وړیو عواید ترلاسه کوو. وسایل مو عصري شوي. ځینې ښځې وړۍ مستقیم پلوري، خو ځینو نورو د رسۍ هنر زدهکړی او هغه غالیو ته پلوري چې لوړ قیمت لري.»
خدیجه د بامیان د «قرغنهتو» سیمې اوسېدونکې ده.
نوموړې وايي، کله به یې چې له پسونو وړۍ را ټولولې، زیاتره وخت به یې څرمنې زخمي کېدلې، خو اوس د مسلکي زدهکړو او وسایلو له برکته دا چاره اسانه شوې او تولید یې زیات شوی.
«دامهال زه ۳۰ مېږې لرم چې هر کال ترې شاوخوا ۲۰ تر ۲۲ کیلوګرامه وړۍ ټولوم. پخوا نه پوهېدم چې دا وړۍ څنګه په سمه توګه وکاروم. زیاتره به مو له زړو او زنګ وهلو قیچیو څخه استفاده کوله. کار ډېر سخت و، وخت به یې ډېر نیوه، لاسونه مو به زخمېدل او د مېږو پوست به هم خرابېده. مجبوره به وو چې د زخم ځای د نسوارو په وسیله ښه کړو. اوس مو زدهکړې کړي چې څنګه په سمه او اسانه طریقه وړۍ ټولې کړو. اوس کار اسانه شوی او لږ وخت نیسي. زموږ لوڼو هم زدهکړي چې له وړۍ رسۍ جوړ کړي، پخوا به مو وړۍ مستقیم بازار ته وړلې، خو اوس مو پرېکړه کړې چې خپله رسۍ جوړې کړو او بازار ته یې وړاندې کړو، ځکه چې ښه قیمت لري.»
د بامیان د مالدارۍ یو تن کارپوه عبدالصبور وايي، پخوا د ابتدايي وسایلو کارول نه یوازې وختنیونکي او ستړي کونکي وو، بلکې د حیواناتو پوستکي ته یې زیان رسوه او یوه برخه وړۍ به یې له ضایع کیدو سره مخ وې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي، که چېرې د پوهاوي کچې لوړولو لپاره اړین اقدامات ترسره او وړ تخنیکي وسایل هم د مالدارانو په واک کې ورکړل شي، د وړیو تولید نور هم زیاتیدلی شي.
د ښاغلي عبدالصبور په وینا، له دې سره د وړیو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او کیفیت یې هم لوړیږي چې پر خرڅلاو او بیه به یې اغېز ولري.
«اگر بر ای زنان بازار دوامدار و آموزش های لازم فراهم شود، آنان می توانند به شکل پایدار از مهارت های شان استفاده کنند. ایجاد اتحادیه های محلی زنان مالدار نیز می تواند در تبادل تجربه و حفظ پایداری اقتصادی شان مفید واقع شود. برداشت به موقع و صحی پشم، خطر بیماری های پوستی برای حیوانات را کاهش می دهد و وسایل معیاری سبب می شود پشم یکنواخت تر و با کیفیت تر باشد. اگر در بخش بسته بندی، پروسس، تولید صنایع دستی و ایجاد بازار های محلی سرمایه گذاری شود و دولت و نهاد ها از آن حمایت کنند، می تواند زنجیره ای اقتصادی ایجاد کرد که منجر به اشتغال پایدار زنان گردد.»
له دې سره هم مهاله، په بامیان ولایت کې د اسو دفتر مسؤل محمدرضا ابراهیمي وايي، دوي د بامیان خلکو د بوختیا لپاره په ځانګړي ډول د وړیو د تولید په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو پروژه ترلاس لاندې لري.
نوموړی وايي، ددې پروژې تر چترلاندې ۵۶ مېرمنې له ټاکل شویو معیارونو سره انتخاب شوي چې د ښځو د پراخ هرکلي سبب شوې دي.
نوموړی وایي: «که ښځو ته دوامداره بازار او اړینې زدهکړې برابرې شي، هغوی کولی شي خپل مهارتونه په باثباته ډول وکاروي. د مالدارو ښځو لپاره د محلي اتحادیو جوړول هم کولی شي د تجربو په تبادله او د هغوی د اقتصادي ثبات په ساتنه کې مهم رول ولوبوي. که د بستهبندۍ، پروسس، لاسي صنایعو تولید او د محلي بازارونو د رامنځ ته کولو په برخه کې پانګونه وشي او دولت او اړوند بنسټونه یې ملاتړ وکړي، نو یو اقتصادي زنځیر رامنځته کېدای شي چې د ښځو لپاره باثباته کاري فرصتونه برابر کړي.»
په همدې حال کې د بامیان د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر عبدالجبار خالد وايي، د دې ولایت له نیمایي زیاتې ښځې په مالدارۍ بوختې دي.
نوموړی ټینګار کوي چې کرنې ریاست له اړوند همکارو ادارو سره په همغږۍ د ځانګړو سیمو په پېژندنه، وړ کسانو په موندلو او لازمو پروژو په تطبیق کې خپله دنده پر مخ وړي.
«بامیان او ان له بامیانه بهر بازارونو کې د وړیو محصولاتو د خرڅلاو لپاره ښه امکانات شته، دا مهال هم د دغو محصولاتو پیر او پلور روان دی. د ښځو د ظرفیت څخه د مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مؤثره استفاده، د روزنې، وړتیا لوړونې، مالي سرچینو او بازار ته د لاسرسي برابرولو او د ښځو لهخوا د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو له لارې ممکنه ده.»
د ویلو ده، که ښځو ته لازم امکانات، فني زدهکړې او فرصتونه برابر شي، نو نه یوازې د کورنیو په اقتصادي ودې، بلکې د ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې هم ارزښتناک رول لوبولی شي.


