د هرات په یوه څنډه کې یوشمېر مېرمنې له طبي بوټو دودیز درمل جوړوي چې له دې لارې وکولای شي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي. په دې کوچنۍ کارخونه کې مېرمنې وچ طبي بوټي جوشوي او د یوه بل ترڅنګ ناستې مېرمنې د ژوند کیسې هم کوي.
په دې کارخونه کې د طبي بوټو بوی هر خوا خور دی؛ د ژرندې غږ، د درملو بستهبندي او د مېرمنو ارام غږونه د دې هڅې یوه برخه ده چې یادې مېرمنې مالي خپلواکي ته ورسېږي.
د دې کوچنۍ کارخونې یوه کارکوونکې فرزانه انوري وايي: «زه نږدې څلور کاله کېږي چې دلته کار کوم، ډېری درمل د عصاب لپاره دم کېږي، د عفونت، د معدې درمل، د ګردې درمل، تور او زېړ زېړي درمل تولیدي.»

په دې کوچنۍ کارخونه کې ځینې ځوانې ښځې هم کار کوي چې د دې کار له پیل څخه مخکې یې د طبي بوټو په اړه لږه پېژندنه درلوده، خو اوس د دې برخې په اړه پوهه او مهارت یې، په څرګنده توګه زیات شوی دی.
شیماگل صمدي، د کارګاه کارکوونکې ده. هغه وایي: «مخکې به مې لږ څه بوټي پېژندل، خو د استعمال طریقه مې نه پېژندله؛ چې دا بوټي د څه لپاره ښه دي، څه ګټې لري او څه اغېز یې دی. له هغه راهیسې چې دې ځای ته راغلم، د استعمال طریقې مې زده کړې.»
دا زدهکړه او تجربه یوازې د معلوماتو تر لاسه کولو پورې محدود نه ده، بلکې د ډېرو ښځو د کورنیو اقتصادي وضعیت کې یې محسوس بدلون رامنځته کړی دی. د کارخونې ښځینه کارکوونکې وایي چې د دې کار عاید، که څه هم لږ وي، خو په ورځني ژوند کې ورته اغېزمن تمام شوی دی.
په دې کوچنۍ کارخونه کې یوه بله کارکوونکې، سمیه حیدري، وایي: «دا عاید سل په سلو کې زموږ لپاره د مرستې په څېر دی. دا نه یوازې زما په اقتصاد کې ډېره مرسته کوي، بلکې زه خپله پیسې هم سپما کوم. همدارنګه، د خپلو ماشومانو لپاره د طبیعي بوټو درمل هم ضرر نهلري. زموږ چاپېریال بېوزله دی؛ خلک وايي چې قطره قطره راټولېږي او بیا سمندر جوړېږي. اوس هم دا عاید زموږ د ستونزو یو څه برخه حل کوي.»

بلخوا الهام احمدي چې د طبیعي بوټو د درملو پلورونکې دی، وايي، هره ورځ تر ۱۵ پورې ناروغان د بوټو د درملو د اخیستو لپاره ورته مراجعه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې دلته راځي، هم ماشومان او هم لویان دي. هره ورځ شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ناروغان زموږ کورنۍ ته راځي. زیاتره هغه کسان چې راځي، بېوزله دي. کیمیاوي درمل ډېر ګران دي، خو زموږ درمل د بیې له پلوه ډېر مناسب او ارزانه دي.»
دا کارګاه پنځه کاله وړاندې د یوې ښځې سوداګرې له لوري جوړ شوی او اوس پهکې ۵۵۵ ښځې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار کوي.
د کارګاه مسووله شکریه احمدي، وایي چې د دې کارګاه اصلي موخه د هغو ښځو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو له امله د کور بهر د کار فرصت نه لري.
هغې زیاته کړه: «ما دا کار د ډېر لږې پانګې سره پیل کړ او اوس موږ څلور تر پنځو پورې څانګې لرو. زموږ پانګه اوس شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ ته رسېدلې ده. په دې کارګاه کې موږ تر اوسه د ۱۰۰ څخه ډېر ډولونه د طبیعي بوټو درمل جوړوو، لکه عرقیات، ګولۍ، کپسول، پوډر، تېل او صابون.»

په همدې حال کې عبدالرحمن کریمي چې د هرات ښار کې د اقتصادي چارو یو کارپوه دی، د دې ډول کارخونو رول د ښځو او ټولنې د اقتصادي وضعیت په ښهکېدو کې مهم بولي.
هغه وایي: «کسبوکار د عاید زیاتوالی، مالي کنترول، د ځان بسیا کېدو په برخه کې د باور لوړوالی، د مهارتونو پیاوړتیا، د محلي ټولنې قوي کېدل او د کار زمینه برابروي چې دا ټول د ملي او محلي اقتصاد په وده کې مرسته کوي.»
دا کوچنۍ کارخونه د هغو ښځو د هڅو یوه بېلګه ده چې له محدودو امکاناتو سره یې د ژوند لپاره نوې لار پیدا کړې؛ یوه لار چې له طبیعي بوټو تېرېږي، خو پایله یې مالي خپلواکي او هیله ده.


