کونړ له هغو ولایتونو دی چې شنې درې او ښکلي غرونه لري، هغه غرونه چې ډېر شمېر کورنۍ په کې د څارویو په ساتلو سره راتلونکې ته هیله‌مندې دي.

کونړ کې د نارینه‌وو ترڅنګ، ګڼ شمېر ښځې هم په مالدارۍ بوختې دي.

دوی د کورنۍ له نارینه‌وو سره یوځای د څارویو روزنه او د چرګانو ساتنه کې مهم رول لري او بڼوالۍ او کرنه کې کار کوي، یوشمېر دغه مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

نفیسه چې د کونړ د اسمار ولسوالي اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره یوځای د چرګانو د روزنې له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

نوموړې وايي چې د کورنۍ شاوخوا ۳۰ سلنه عواید د همدغې کوچني فارم له لارې ترلاسه کوي.

«موږ د چرګانو د روزنې په برخه کې فعالیت لرو او د کورنۍ ۳۰٪ عواید له همدې لارې ترلاسه کوو. زموږ ستونزه دا ده چې وخت پر وخت د چرګانو درملنه نه‌کېږي او له همدې امله موږ خپل چرګان له لاسه ورکوو. الحمدالله چې د کورنۍ غړي مو ملاتړ کوي. دې برخه کې له موږ سره د O.R.C.D موسسې لخوا یو څه خوراکي دانې او درمل مرسته شوې. که تخنیکي او مالي مرسته راسره وشي، زموږ فعالیتونه به پراخ شي. که چېرې دا مرستې و نه‌شي، موږ ته به د چرګانو روزنه د اوسني اقتصادي وضعیت له امله ډېره ګرانه تمام شي. زموږ پلان دا دی چې په راتلونکي کې مالدارۍ ته لا ډېره وده ورکړو، او له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره د چرګانو د روزنې په برخه کې پوره مرسته او ملاتړ وکړي.»

د نفیسې ترڅنګ، زاهده د کونړ د واټه‌پور ولسواللي د «قلعه‌قرو» کلي اوسېدونکې ده چې د غواګانو پر ساتنه بوخته ده.

نوموړې له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، د خپلې کورنۍ ۶۰ سلنه اړتیاوې له همدې لارې تامینوي، خو غوښتنه یې دا ده چې د سرپناه په برخه کې د معیاري سهولت برابرولو لپاره یې مسؤلې ادارې لاسنیوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«موږ د غواګانو د روزنې په برخه کې فعالیت لرو، او الحمدالله د کورنۍ ۶۰٪ عواید له همدې لارې برابرېږي. زموږ عمده ستونزه دا ده چې د غواګانو د ساتنې لپاره سرپناه نه‌لرو. که څه هم د اوړي په موسم کې دومره ستونزه نه وي، خو د ژمي په موسم کې د یخنۍ او باران له امله ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. د کورنۍ غړي مو پوره ملاتړ کوي، او حرا موسسې له موږ سره هم د درملو او هم د یو څه خوراکي توکو په برخه کې مرسته کړې ده. لکه څنګه چې دا کار زیاته هڅه او زحمت غواړي، همغسې پراخې مرستې ته اړتیا لري. که په دې برخه کې لازمه مرسته وشي، نو زموږ فعالیتونه به لا پراخ شي. زما راتلونکی پلان دا دی چې خپل عواید زیات کړم، ځکه چې د ژوند مصرف هم ورځ تر بلې ډېرېږي. له چارواکو مې غوښتنه دا ده چې د مالدارۍ په برخه کې له موږ سره لازم ملاتړ وکړي، ترڅو زموږ اقتصاد پیاوړی او خپلواکه شي.»

خالده بیا د کونړ د نرنګ ولسوالي د «ډنډونو» کلي اوسېدونکې ده چې د چرګانو ساتنې کورنی فارم لري.

هغه د دې ترڅنګ چې له خپل فعالیت څخه خوشاله ده، خو ستونزه یې د مناسبې او ازادې ساحې نه‌لرل دي چې ډیری وخت د ګرمې هوا له امله د دوی چرګان ناروغه کیږي او له منځه ځي.

«زموږ عمده ستونزه دا ده چې د چرګانو د روزنې لپاره پراخه او ازاده ساحه نه‌لرو، او له همدې امله د زیاتې ګرمۍ له کبله ډېر چرګان یا ناروغه کېږي او یا هم مري. د کورنۍ غړي مو پوره ملاتړ کوي، او خوشبختانه چې O.R.C.D موسسې له موږ سره د چرګانو د دانې او دواګانو په برخه کې مرسته کړې ده. تخنیکي او مالي مرستې کولی شي زموږ فعالیتونه په پراخه کچه پرمختګ ورکړي. مالداري زموږ لپاره یو ګټور کسب دی، او موږ پلان لرو چې په راتلونکي کې دا فعالیت لا پراخ کړو. له چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې له موږ سره مالي مرسته وکړي، او وخت په وخت زموږ پوښتنه او ملاتړ وکړي، څو زموږ اقتصادي وضعیت لا پیاوړی شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کونړ د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست تخنیکي مشاور سید حفیظ الله سادات وایي، ښځې کولی شي د مالدارۍ له لارې خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

ده وویل، د دې ولایت ۴۰ سلنه مېرمنې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي.

نوموړی زیاتوي، کرنې ریاست چمتو دی چې د تخنیکي لارښوونو او ممکنه مرستو له لارې د دوی ملاتړ وکړي.

«مونږ یو کلن پلان دوي ته جوړو، له وزارت او نورو ډونرانو سره یی شریکوو او یو څه بوديجه راکوي چې مونږ یی بیرته په همدی برخه کی مصروفوو مثلآ باغچې، ګاوداری، شنې خونې، د سمارق روزنه او همدا شان نورې برخې چی له کرنی سره تړاو لري مونږ په کې ځای کړي. غټه ستونزه د میرمنو بی سوادي ده همدا شان د مالکیت ستونزه ده ټول کارونه نارینه کوي او ډیری واک میرمنو ته نه ورکول کیږی. دوي د مارکیټ له سیستم نه وي خبر یا هم د مارکیټ تقاضا نه وي نو دوی ستونزو سره مخ کیږی په ټوله کی مونژ هر کال تقریبا ۴۰ فیصده میرمنو ته د کار زمینه برابرو چی د ښځینه استادانو لخوا عامه پوهاوي ورکوي یعنې دا چې دوي څنګه کولای شي چې خپل تولید بازار ته وړاندې کړي او څنګه خپل بازار وساتي او مالدارۍ باید څنګه مخی ته یوسی په اینده کی هم مونژ ډیر ښه پلانونه لرو د میرمنو د ظرفيت لوړونې په برخه کی په ورته وخت کې .»

ورته وخت کې د پوهنتون استاد شاهدالله هم پردې ټینګار کوي چې په کار ده د مېرمنو د ظرفیت لوړونې، د چرګانو روزنې، د هګیو ماشینونو او غواګانو د روزنې په برخه کې اقدامات ترسره شي.

نوموړی وايي، په لږې پاملرنې سره دا چاره کولای شي د ښځو پر اقتصادي ژوند مثبته اغېزه وکړي.

«په کونړ کې میرمنو ته په هغه ډول زمینه او سهولت ندی برابر لکه څنګه چې په درجه اول ولایتونو کې دی مثلا کابل ننګرهار او داسی نور هلته مختلفی موسسی په دې برخه کې کار کوی غواګانی چرګان همداشان ددی تر څنګ ورته هغه وسایل هم ورکړل شوی تر څو له ستونزو سره مخ نشی په کونړ کې دا ډول کارونه کم رنګه دی همدا شان خلک هم دلته لیواله ندی چې ښځی دې دا کارونه وکړی یعنی کلتوری محدودیتونه دی نو ډیر کار نارینه کوی خو بیا هم ځینی موسسات شته چې میرمنو ته یی د چرګانو روزنه د هګیو ماشینونه او همدا راز غواګانی ورکړی یعنی یو زمینه یی ورته جوړه کړی نو که دا کارونه نور هم زیات شی نو مثبته اغیزه به وکړی.»

باور دا دی که مېرمنو ته ورته کورنۍ بوختیاوې زیاتې او اړینې اسانتیاوې برابرې شي، د کلیوالي اقتصادي او کورني نظم په پیاوړتیا کې ځانګړی رول لرلی شي.

مېرمنې غوښتنه کوي چې په تخنیکي روزنه، روغتیايي خدماتو او بازار موندنه کې ورڅخه ملاتړ وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام