په ۸ ولایتونو کې له ۱۵ کونډو ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې د دغو ښځو دویم واده په خپله خوښه نه، بلکې د دودیزو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د ټولنې د قضاوت پایله ده.
هغه ښځې چې د خپل مېړه له لاسه ورکولو وروسته، نه یوازې د ژوند بار پر اوږو وړي، بلکې د بیا ودونو لپاره له سختو ټولنیزو فشارونو سره هم مخامخ وي.
موندنې ښيي چې دا مهال ۷ ښځې د خپلې کورنۍ او د مېړه د کورنۍ «خُسرخېلو» له لوري د بیا واده کولو تر فشار لاندې دي او ۸ نورې ښځې د مېړه د کورنۍ د فشار له امله له خپل ایور «د مېړه ورور» سره واده کولو ته اړې شوې دي.
دغه ښځې وایي، له کونډه کېدو وروسته په کورنۍ او ټولنه کې د دوی ځایګی بدل شوی او ډېری هغوی د مالي ملاتړ نشتون، اقتصادي کمزورۍ او ناسمو دودونو له امله بیا ودونو ته مجبوره کېږي.
د کونړ اوسېدونکې ۳۳ کلنه مجاهده چې څلور کاله کېږي مېړه یې له لاسه ورکړی او درې ماشومان لري او همدارنګه د کندوز اوسېدونکې ۳۳ کلنه پروین چې د یوه ماشوم مور ده وایي، د مېړه تر مړینې وروسته د حاکمو دودونو تر سیوري لاندې، له خپلې خوښې پرته او د مېړه د کورنۍ تر فشار لاندې، له خپلو ایورونو سره دویم واده کولو ته اړې شوې دي.
هغوی وایي: «زما نظر هېڅکله وانخیستل شو، پرېکړه مې خُسرخېلو او ایور وکړه. هغوی ویل: ښځه بې له سړي عیب ده. اصلي دلیل دا و چې خلک بدې خبرې ونه کړي او عیب باید پټ وساتل شي. تل به یې راته ویل که واده ونه کړې، له کوره به دې وباسو. کله ناکله به یې زما د اولادونو په پلمه په ما فشار راوړ او یتیمان به یې بلل. همدغه ډېر عاطفي او لفظي فشار وو چې له امله مې له خپل ایور سره واده وکړ.»
«له ما هېڅ پوښتنه ونه شوه او راته وویل شول چې باید له خپل ایور سره واده وکړم. په دې پرېکړه کې د مېړه د کورنۍ مهم رول و؛ هغوی زه دې ته اړ ایستلم چې له ایور سره واده وکړم او ویل یې که ایور ونه منې، نه به د پلار کور ته د تلو اجازه ولرې او نه به بل ځای د واده حق ولرې. مجبوره شوم له خپل ایور سره واده ومنم. د دویم واده دلیل د مېړه د کورنۍ له لوري د هغوی د کورني ناموس ساتنه او د خلکو له خبرو وېره وه. د دوی چلند ان تر ګواښ پورې رسېده.»
اقتصادي ستونزې هم په دې جبري پرېکړو کې ټاکونکی رول لري.
د عاید د خپلواکې سرچینې نشتون، د ژوند درانه لګښتونه او د پلار کورنۍ له لوري د مالي ملاتړ ناتواني، ډېرې ښځې داسې حالت ته اړ کړي چې دویم واده د بقا یوازینۍ لاره وبولي.
د کونړ اوسېدونکې ۲۸ کلنه شازیه چې د دوو ماشومانو مور ده او د کاپیسا اوسېدونکې ۳۸ کلنه لیلما چې د هرې یوې د مېړه له مړینې ۲ تر ۴ کلونو تېر شوي، له سلاموطندار سره خبرو کې د هغو اقتصادي ننګونو په اړه چې دوی یې واده ته اړې کړي، داسې وایي:
«د پلار په کور کې ژوند کوم او اولادونه مې هم ما سره دي، ځکه خُسرخېل مې هغوی نه غواړي. اقتصادي فشار ډېر زیات دی او د اولادونو د لګښتونو برابرول راته ډېر ستونزمن دي.»
«هېڅوک نه وو چې زما د خوراک او لګښت مسوولیت واخلي. ایور مې راته وویل چې له ده سره نکاح وکړم، د اولادونو لګښت به درکوم. ایور مې اړ ایستلم چې ورسره نکاح وکړم؛ مرسته یې نهکوله، اقتصادي ستونزې ډېرې وې، د پلار کورنۍ اقتصاد هم کمزوری وو او هغوی نه شو کولی زما او زما د اولادونو پالنه وکړي. له همدې امله له اېور مې مجبورۍ ناوړه ګټه واخیسته او زه دویم واده ته اړ شوم.»
د بدخشان اوسېدونکې ۳۲ کلنه فاطمه وایي، درې کاله کېږي چې مېړه یې له لاسه ورکړی او په دې موده کې د ژوند له سختیو سربېره، د کونډتوب له امله د ټولنې د ځورونکو قضاوتونو او سپکوونکو نظرونو زغم هم پرې دروند تمام شوی.
«کله چې مې مېړه وفات شو، فکر مې کاوه یوازې پاتې کېدل به تر ټولو سخته خبره وي، خو وروسته پوه شوم چې خلک او ټولنه تر هر څه بدتر دي. په بد نظر به یې راته کتل او بدې خبرې به یې کولې؛ دا به یې ویل چې بې مېړه ښځه هېڅ ارزښت نه لري، هغه ښځه چې مېړه ونه لري کمزورې ده، او د پخواني مېړه په کور کې یې هم د خدمتګارې په څېر چلند ورسره کېږي. زه اصلاً د دویم واده سره راضي نه یم.»
سلاموطندار د دغو فشارونو د لاملونو د موندلو په موخه، د کونډو ښځو له یو شمېر کورنیو سره هم خبرې کړي.
موندنې ښيي چې یادې کورنۍ د ټولنیزو فشارونو او دودیزو رواجونو له امله، خپلې لوڼې او خويندې دویم واده ته اړ باسي.
د لغمان اوسېدونکی عبدالرحمن وایي، لور یې یو کال وړاندې خپل مېړه له لاسه ورکړی او د دې لپاره چې له ټولنیزو منفي نظرونو خوندي پاتې شي، اړ شوی چې د خپلې لور له رضایت پرته، هغه یوه داسې سړي ته نکاح کړي چې لوړ عمر لري او مېرمن او اولادونه هم لري.
نوموړی وایي: «ومو لیدل چې هم یوازې پاتې ده او هم بېوسه ده. اخوا، کونډه ښځه چې هر ځای ولاړه شي، هر حرکت یې د خلکو تر څار لاندې وي. زموږ پرېکړه د خلکو د خبرو له امله وه. هر څوک وایي، کونډه ده، پام کوئ! دا کالي یې ولې اغوستي؟ هلته ولې تللې ده؟ همدې خبرو موږ تر سخت فشار لاندې راوستو، بالاخره پرېکړه مو وکړه چې یوه وادهلرونکي سړي ته یې ورکړو.»
همدارنګه، د کونړ ولایت اوسېدونکی او د یوې کونډې ښځې ورور خان آغا صافي چې د خپلې خور د بیا واده پرېکړه یې کړې، وایي:
«زموږ په سیمه کې دود او رواج دا دی چې کونډه ښځه د خلکو تر سخت نظر لاندې وي، له همدې امله غواړو واده وکړي، تر څو د خلکو خولې وتړل شي او د هغې د اولادونو ژوند خوندي پاتې شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، د ښځو حقونو فعالان ټینګار کوي چې هېڅوک حق نهلري یوه ښځه په زور واده ته اړ کړي او د دې وضعیت له جدي او خبرداري ورکوونکو پایلو اندېښنه څرګندوي.
د ښځو د حقونو فعاله سایره صبا وایي: «د کورنیو ناپوهي، د ښځو خپله ناپوهي، په افغاني ټولنه کې ناسم عرف او عنعنات او له اسلامي درک څخه لرېوالی، ټول هغه عوامل دي چې دا ستونزې یې رامنځته کړي. په هېڅ صورت هېڅ څوک حق نهلري چې ښځه په زور واده ته اړ کړي. که جبري واده ترسره شي، نو پایلې یې ډېرې خطرناکې وي، لکه ځان ته زیان رسول، له کوره تېښته او بېلابېلې رواني او جسمي ناروغۍ.»
ټولنپوه شعیب احمدي وایي، سم دودونه او سالم کلتور د ټولنیزو جوړښتونو د ودې لامل کېږي، خو د ناسمو رواجونو تعقیب منفي پایلې زېږوي.
د هغه په وینا، له اقتصادي پلوه د ښځو پیاوړتیا او د کورنیو د فکر بدلون کولی شي د دې ټولنیزې ستونزې په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړی وایي: «کله چې موږ د ټولنیزې ستونزې په اړه خبرې کوو، په اصل کې هغه افراد چې په ټولنه کې ژوند کوي، له فکري پلوه ستونزه لري، په ځانګړي ډول د کونډو ښځو او د هغوی د بیا ودونو په اړه. د ټولنې ځینې وګړي داسې فکر کوي چې د نورو د ژوند پرېکړه د دوی پر غاړه ده، حال دا چې دا ناسم دود او غلط عمل دی. هغه ښځې چې په ټولنه کې ژوند کوي، باید له اقتصادي پلوه پیاوړې شي او د کورنیو په ذهنیت کې بدلون رامنځته شي، تر څو له جبري ودونو څخه مخنیوی وشي.»
موږ هڅه وکړه چې د دې موضوع په اړه د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت لیدلوری هم ترلاسه کړو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
افغانستان کې هغه ښځې چې د زدهکړو او کار حق نه لري، تر ډېره له مالي پلوه پر نارینهوو، په ځانګړي ډول پر خپلو مېړونو، متکي وي.
هغه ښځې چې په ځوان عمر کې او د کوچنیو ماشومانو په درلودلو سره خپل مېړونه له لاسه ورکوي، د ځان او خپلو اولادونو د لګښتونو د برابرولو لپاره له جدي مالي کمښت سره مخ کېږي؛ دا کمزوري حالت پر هغوی د جبري ودونو فشارونه لا زیاتوي.
د یادونې ده چې د سلاموطندار د هغه راپور له مخې چې په ۱۴۰۲ کال کې یې له ۷۴ کونډو ښځو سره مرکې کړي، ۸۰ سلنه دغو ښځو ویلي چې له دولتي بنسټونو او حکومت څخه یې هېڅ ډول مالي مرسته او ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.


