Asset 1SWN

بدخشان کې د ښځو له لوري د خپلسرو درملو کارېدو په اړه د ډاکټرانو خبرداری

paracetamol-1644304808-qtzj7ea9yniye22drnp69tge4ddyg7wi9kjf6jwsjs

که څه هم بدخشان کې یوشمېر ښځې وايي چې د اقتصادي ستونزو او عامه پوهاوي نه لرلو له کبله په خپل سر درمل خوري، خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې د خپلسرو درملو کارول بدې پایلې لري.

د بدخشان اوسېدونکې فریده او جاوېده وايي، ښځې، په تېره امېندواره مېرمنې په دغه ولایت کې په خپل سر درمل خوري. د دوی په خبره، ښځې د بې‌وزلۍ او د عامه پوهاوي نه لرلو له کبله په خپل سر درمل خوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فریده زیاتوي: «لږترلږه ۳۰۰ افغانۍ د ټلوېزیوني معاینې اخلي؛ لږترلږه ۱۵۰ افغانۍ یې د معاینې کېږي یا هم ډېر درمل راکوي؛ نو موږ ځکه په خپل سر درمل خورو. موږ ښځې ډېر پرسټامول او بروفین ګولۍ خورو.»

جاوېده هم وايي: «ډېر خپلسري درمل کاروو؛ ځکه اقتصاد مو چندان جوړ نه‌دی او ډاکټر ته نه شوو ورتللی. لکه، موږ نه‌ شوو کولای چې د یوه زکام لپاره ډاکټر ته ورشوو؛ عادي یې ګڼو او په خپل سر درمل خورو. که مو سر ښه کړي، معده مو خرابوي یا هم بله ستونزه راته پیدا کوي.»

په همدې حال کې حمیده چې بچي ته هم شیدې ورکوي وايي، د درملو په خپل سر کارېدو سخت زیان ورته رسولی دی. نوموړې زیاتوي: «خپلسري درمل خورو او بیا له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږو؛ ځکه ځینې درمل جانبي زیانونه لري. ډېری درمل دي چې جانبي زیانونه لري. کله مو چې سر خوږ شي، پراسټامول خورو. که درد مو ښه کړي، خو ځان ته مو نور جانبي زیانونه رسوي.»

خو ډاکټران په خپل سر د درملو کارېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، ښځو، په تېره شیدې ورکوونکو او امېندواره هغو ته ډېر زیانونه رسوي.

په بدخشان کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې ډاکټره ملالۍ جویا وايي: «یوه مور چې کوم درمل خوري، تر ډېره یې د هغې هورمونونه نه‌شي هضمولی او شیدو ته ورګډېږي. د شيدو له لارې د ماشوم وجود ته ورننوځي او بیا یې وینه کې ګډېږي. د دې لپاره چې د ماشوم وجود لا وده نه‌ده کړې؛ نو ماشوم په راتلونکي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخېږي او څومره چې کېږي، باید په خپل سر درمل ونه کارول شي.»

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ عمومي مدیر جاوېد محبي وايي، تل یې درمل پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د ډاکټر له لارښوونې پرته چا ته درمل ور نه‌کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «دا درمل چې په شیدو کې له مور نه ماشوم ته ورځي، ماشوم تر ډېره پر نس‌ناستې او کانګو اخته کوي یا یې هم خوب تښتوي؛ د وینې سېسټم یې له ستونزو سره مخامخ او نامنظموي. نو ښه ده چې درنې میندې د درملو له کارولو مخکې د ډاکټر مشوره واخلي.»

د یادونې ده چې افغان ښځې، په تېره د شیدې ورکوونکې یا امېندواره مېرمنې د ناسم اقتصادي وضعیت او ناچارۍ له کبله په خپل سر درمل کاروي او ډاکټر ته نه ورځي او دا نه یوازې دوی له ستونزو سره مخامخوي، بلکې ماشوم ته یې هم زیان رسوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام