د غور په لوړو غرونو او درو کې د «یامه» یا «افدارا» په نوم بوټی شین کېږي، هغه چې د دې ولایت اوسیدونکي یې ژمي کې نه یوازې د سون توکو لپاره کاروي، بلکې په دودیزه درملنه او طبي درملو کې هم له ارزښمتنو بوټو شمېرل کیږي.
خو د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا بوټی دامهال د نشهیي توکو په ځانګړي ډول «شیشې» په جوړونه کې کارول کیږي او ځايي خلک یې په پراخه ډول راټولوي چې د ورککېدو له ګواښ سره مخ دی.
د غور دوو اوسېدونکو عبدالله او ذکریا په دې اړه وویل:
«کله چې مونږ واړه وو، په یاد مې راځي جې هغه مهال د یامه په نوم بوټی د سوند توکو لپاره کارول کېده. اوس چې څوک یامه راټولوي، لامل یې دا دی چې هغه نه مواد جوړوي او دا پېري. میده کوي یې او یو ډول مخدره توکي ورڅخه جوړوي.»
«له یامه بوټي مخدره توکي جوړوي، په همدې خاطر غرونو کې دغه بوټی کم شوی، کوم کسان چې په غیرقانوني توګه یامه بوټی راټولوي، خپلو کارخونو ته یې وړي او مخدره توکو کې ترې استفاده کوي، ایف ورنه جوړوي، باید مخه یې ونیول شي، ترڅو چاپیریال ته زیان ونه رسیږي.»
کرنیز څېړونکي وايي، دغه کرنیز بوټی نه یوازې دا چې د اکسیجن په تولید کې د پام وړ رول لري، ورسره خوا کې د اقلیمي بدلونونو په ساتنه، د ځمکې لاندې اوبو په زیاتولو، له سېلابونو، نورو طبیعي پېښو او د خاورې خرابیدو څخه د مخنیوي لپاره هم اغېزمن فعالیت کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې برخې کارپوه عبدالظاهر توانا له سلاموطندار سره خبرو کې وویل:
«یامه هغه بوټی دی چې اقلیمي بدلونونو کې مهم رول لري. ځکه چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کوي او د خاورې له منځه تلو مخه نیسي. سېلابونه کنټرولوي او د طبیعي پېښو خطرونه کموي. دغه بوټی هغو سیمو کې چې ونې په کې نه شنې کیږي، د اکسیجن په تولید کې مهم رول لري، په همدې دلیل د دې مخه باید ونیول شي، ترڅو دغه بوټی له منځه لاړ نهشي.»
ښاغلی توانا ټینګار کوي که د «یامه» بوټي راټولونه په اوسنۍ بڼه دوام وکړي، نهیوازې دا چې د کرنیزو ځمکو حاصلخیزي به کمه شي، ورسره خوا کې د چاپېریال ګڼې ستونزې هم را پیدا کېدلی شي.
نوموړی خبرداری ورکوي که د دې مهم بوټي د ساتنې او مدیریت لپاره اقدام ونهشي، ممکنه ده په بشپړ ډول له منځه لاړ شي چې په پایله کې به یې چاپېریال او د ځايي خلکو ژوند نه جبرانېدونکي زیانونه وویني.
اخوا د غور د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان هم د دې بوټي د راټولولو په پایله کې د مخدره موادو د تولید په اړه اندېښنه څرګندوي.
هغوی وايي چې «یامه» د خاورې د لهمنځه تلو مخنیوي، د ځمکې د رطوبت ساتنې او د دښتو ساتلو په برخو کې مهم رول لري.
د غور د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي عمومۍ مدیر عبدالقدوس هدایت وايي:
«د غور د چاپریال ساتنې اداره د دغه ولایت د طبعیت راتلونکې په اړه اندېښمنه ده. د شنو سیمو کمېدو، د شاړو خاورو زیاتېدو، پرلپسې کلونه وچکالي او د یامه په څېر د بوټو له منځه تللو د غور طبیعت له خطر سره مخ کړی. د اوبو سرچینو کمېدل هم جدي بحران دی.»
له دې سره، هممهاله د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، په وروستیو کلونو کې د فقر او بېوزلۍ له امله شاوخوا ۸۰ سلنه د یامه بوټی د خلکو له خوا راټول شوی چې دې کار طبیعي سرچینو ته یې جدي زیان رسولی دی.
د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست د عامه پوهاوي مدیر ضیاءالحق جویا وویل:
«د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تقریبآ د تر ۸۵ سلنه یامه بوټی له منځه تللی، ځکه چې خلکو یې په پراخه توګه راټولو ته مخه کړې. پرته له شکه د یامه بوټي له منځه تلل د خاورې له منځه تللو لامل کیږي. دا د طبیعت لپاره خطرناکه پایلې لري. د خلکو ترمنځ فقر، بېکاري او د پوهاوي نهشتون لامل شوی چې ولس د دغه بوټي حافظت په برخه کې بېتوجه پاتې شي.»
د کرنې او چاپېریال ساتنې ریاستونو مسوولان وايي، د نباتي ارزښتمنو بوټو د ساتنې او د «یامه» د لهمنځهتلو د مخنیوي لپاره یې هڅې کړې چې له ممبر، دولتي ادارو او د چاپېریال ساتنې کمېټو له لارې یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی.
هغوی خبرداری ورکوي، که د دې بوټي همداسې راټولونه دوام ومومي، دښتې به لمنځه لاړې شي، خاوره به تخریب شي چې په پایله کې به یې د خلکو ژوند له ګڼو ننګونو سره او چاپېریالي ستونزو سره مخ شي.


