د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) سلاموطندار ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.
هغه وویل: «د ازبیکستان د خصوصي سکتور یو پلاوی کابل ته راغلی او د دوو ورځو لپاره یې کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور استازو سره یې لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وکړي.»
ویل شوي چې دواړه لوري به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیز ترانزیت او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا نښلولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، تېر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۶۴۳ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل، غالۍ، غیرالکولي څښاک، هینګ، شنه زیره، اوسپنیز لوښي او د سبزیجاتو تخم د افغانستان صادراتي توکي او پترول، طبیعي ګاز، کیمیاوي سرې، د صنعتي فابریکو خام مواد، سمنټ او د چرګانو هګۍ ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ازبیکستان مهم وارداتي توکي جوړوي.
ازبیکستان له هغو هېوادونو دی چې مختلفو برخو کې اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري، خو تراوسه یې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.