د نسايي-ولادي برخې ډاکټران وايي چې د بلوغ پرمهال او د هورموني بدلونونو د رامنځته کېدو په ځانګړي توګه د پروجسټرون هورمون چې د میاشتني عادت او اومېندوارۍ ته د رحم د تنظیمولو برخه کې مهمه ونډه لري، ځینو مواردو کې کولای شي چې په غیرطبیعي ډول د رحم جوړښتونو د ودې لامل شي چې ورته د رحم فیبروم «تومور» ویل کېږي.
د دوی په وینا، که څه هم فیبرومونه غیرسرطاني او بېخطره دي، خو ځینو مواردو کې د اومېندوارۍ پرمهال د درد، وینې بهیدنې او اختلالاتو لامل شي.
د نسايي-ولادي برخې ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وايي چې د رحم تومور په مېرمنو کې ګواښونکې ناروغي ده چې ناوړې پایلې له ځان سره لرلی شي.
هغې وویل: «که دا لوی وي، کولای شي مثانه، حالب او هګۍ جوړوونکي غړي (تخمدانونه) تر فشار لاندې راولي. ځینې وخت په ځینو ښځو کې هېڅ نښې نهوي او ښايي یوازې په الټراساؤنډ کې ښکاره شي، خو په ځینو ښځو کې بیا دوامداره وینې بهېدل، د میاشتني عادت بېنظمي، د د جنسي اړیکې پر مهال د نس یا حوصلې درد ، قبضیت، د ادرار تکرار او یا هم بې اولادي رامنځته کولی شي.»
په همدې مهال، د نسایي-ولادي ډاکټره سحر بزرگمهر هم وايي چې هغه ښځې چې د زیږون په عمر کې وي، ډېر وخت د دې ناروغۍ له خطر سره مخ وي.
هغې وویل: «د رحم فایبرومونه د رحم تر ټولو عام تومورونه دي چې خپله د رحم له نسج څخه سرچینه اخلي. شاوخوا ۵۰سلنه ښځې د ۲۵ تر ۴۰ کلنۍ ترمنځ پرې اخته کېږي. د دې ناروغۍ د پیدا کېدو عوامل ډېر دي؛ لکه هغه ښځې چې زیات وزن لري، هغه چې هورموني درملنه (هورمونتراپي) کوي، ځکه فایبروم د ایسټروجن هورمون تر اغېز لاندې وده کوي او همدارنګه هغه چې د دې ناروغۍ کورنۍ سابقه لري. فایبروم هر ځای، په هر ډول چاپېریال کې او په هر چا کې رامنځته کېدای شي، خو زیاتره وخت هغه ښځې چې د زیږون په عمر کې وي، له دې خطر سره ډېر مخامخ دي.»
ډاکټران د رحم د فایبروم د بشپړې درملنې لپاره ډېری وخت جراحي یا د رحم ایستل (هیستریکټومي) غوره لار بولي چې دا طریقه د ښځو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د پام وړ رواني او فزیکي اغېزې لرلای شي.
له همدې امله، د نسایي – ولادي متخصصې شمعریز د دې ناروغۍ د پایلو او د هغې د جنین پر ژوند د اغېزو په اړه داسې وايي: «د فایبروم د اندازې له مخې پایلې توپیر کوي. که فایبروم لوی وي او پلاسېنټا او ماشوم په هغه برخه کې وي چې فایبروم موجود دی، نو ماشوم ته د وینې رسېدل کمېږي او د سقط د پېښو احتمال ډېرېږي. همدارنګه، موږ وویل چې فایبروم د ایسټروجن تر اغېز لاندې وي او د دې د رامنځتهکېدو یو لامل هم ایسټروجن دی. په اومیندوارۍ کې د ایسټروجن او پروجېسټېرون هورمونونه د ماشوم د ودې لپاره بنسټیز او ضروري دي او کچه یې لوړه وي. له همدې امله، فایبروم هم په امیندوارۍ کې غټېږي او دا د وخت نه مخکې د زېږون، د سېزارین اړتیا زیاتېدل، د پلاسېنټا وخت نه مخکې بېلېدل، د اومیندوارۍ پرمهال وینې بهېدل، د زېږون د پروسې ستونزې او د زېږون وروسته د وینې بهېدلو لامل کېدای شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زبیده چې د لوګر اوسېدونکې ده او ۲۷ کاله عمر لري، وايي چې خپله لومړۍ درې میاشتنی ماشوم یې د رحم د فایبروم ناروغۍ له امله له لاسه ورکړی دی.
هغې وویل: «کله چې مې واده نهو کړی، د میاشتني دوران پرمهال مې شدید دردونه درلودل. یونیم کال کېږي چې واده مې کړی او تازه مې اومیندوارۍ پېل شوې وه، ماشوم مې درې میاشتنی و. څو ورځې مې شدید ملا درد درلود. کله چې ډاکټر ته لاړم، ډاکټر وویل چې ماشوم مو لهمنځه تللی او په رحم کې درې غټې دانې دي، باید عملیات وشي او رحم مو وباسئ. زه مخکې د دې ډول ناروغۍ په اړه هېڅ نه پوهېدم.»
سیما چې ۳۸ کاله عمر لري او د څلور ماشومانو مور ده، او له ۱۶کلنۍ راهیسې د شدیدو دردونو او د میاشتني دوران د بېنظمه سره مخ ده، وايي: «زه څلور ماشومان لرم، خاوند مې شهید شو. د ماشومانو د زیږون وروسته دې ستونزو سره مخ شوم. ډېر دردونه مې لرل او شدیده وینې بهېدل مې درلودل. ډاکټران تل ویل چې درملنه وکړه، که نه نو عملیات به اړین شي. زما اقتصادي وضعیت ښه نهوو او اوس هم ښه نهدی او اوس ډاکټران وايي چې باید عملیات وشي او رحم مې وباسي، خو زه د عملیاتو پیسې هم نهلرم.»
بلخوا سویتا حبیبي چې ارواپوه ډاکټره ده، وايي، د رحم ایستل یوازې په فزیکي لحاظ اغېز نهلري، بلکې په رواني حالت هم منفي اغېزې لري چې کولای شي د ښځو په عاطفي او ټولنیزو اړیکو باندې هم تاثیر وکړي.
هغې وویل چې دغه ښځې د خپلو کورنیو د جدي ملاتړ اړتیا لري: «دا د ښځې په ژوند او روان ډېر ژور اغېز کولای شي. که د ارواپوهنې له اړخه وکتل شي، د یوې ښځې لپاره مور کېدل څومره ارزښت لري، کله چې دا باور له هغې څخه اخیستل کېږي، څرګنده ده چې ښځه یو ډېر ژور خپګان تجربه کوي چې کولی شي، هغه د ټولنیزې انزوا لور ته بوځي، خو د سمې لاروچارو په کارولو سره د خپګان درملنه ممکنه ده. که له خاوند او کورنۍ ملاتړ وشي او تخصصي رواني درملنه ترسره شي، نو ښځه کولی شي له رواني اړخه دا مرحله تېره کړي.»
په همدې حال کې ډاکټران باور لري چې د ځینو ټکو رعایت کول، لکه: ښه خواړه خوړل، د وزن متوازن ساتل، منظم بدني فعالیت کول، د پروټین او خوږو خواړو مصرف محدودول، په مناسب عمر کې اومیندواره کېدل او که فایبروم تشخیص شي، د هورموني درملو کارول، کولای شي، د رحم د فایبروم ناروغي د رامنځتهکېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري.


