Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کړی

trump-el-paso-baby

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروټ لیکلي چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان یې بریدونه کړي.

نوموړي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) ویلي، پر فردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم وتلي.

دا داسې مهال چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی وو چې که امریکا د اسراییل ایران جګړه کې برخه واخلي، دا به د متحده ایالتونو لپاره ډېرې بدې پایلې ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع هم ویلي وو، که امریکا پر ایران برید وکړي، په سور سمندر کې د امریکا پر ټولو کښتیو او جنګي بېړیو برید ته چمتو دي.

هغه له ایرانه په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي: “غزې، لبنان، سوریې، ایران او بل هر اسلامي هېواد کې پر خپلو وروڼو د اسراییل یرغل په مخالفت کې د یمن پر اصولي او ثابت دريځ ټینګار کوو.”

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام