د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې لومړی یو ماشوم تښتولی او بیا یې په بېرحمانه ډول وژلی دی.
قریشي د دغه ماشوم د وژل کېدو یو لامل شخصي دوښمنۍ یادوي. هغه زیاتوي چې د پېښې څرنګوالي په اړه یې څېړنې روانې دي.
تر دې وړاندې د روزګان ترڅنګ، په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.